د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا سره د ماليزيا چيف آف ډيفنس فورسز وليدل

پېنډۍ 24 ستمبر (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا، نشان امتياز ےملټري سره د ماليزيا چيف آف ډيفنس فورسز جنرل تان سري اېچ جے محمد نظام بن ايچ جے جعفر په جوائنټ سټاف هيډکوارټر كښې ليدلي دي ۔ دواړو ډلو د نړيوالې او سيمه ايزې سلامتيا په بدلېدونكې ماحول جامع خبرې وكړې او د دفاع او سلامتيا په څانګو كښې شريكې ګټورې …

پېنډۍ 24 ستمبر (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا، نشان امتياز ےملټري سره د ماليزيا چيف آف ډيفنس فورسز جنرل تان سري اېچ جے محمد نظام بن ايچ جے جعفر په جوائنټ سټاف هيډکوارټر كښې ليدلي دي ۔ دواړو ډلو د نړيوالې او سيمه ايزې سلامتيا په بدلېدونكې ماحول جامع خبرې وكړې او د دفاع او سلامتيا په څانګو كښې شريكې ګټورې مرستې لپاره يې د نوو لارو د لټولو په اهميت زور راوړو۔ د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې دواړو عسكري مشرانو د سيمه ايزې سلامتيا په رامخې ته شوو حرکيات رڼا اچولو سره په عسكري كچه اړيكې لا قوي كولو لپاره د خپل عزم پخلے وكړو۔ ګران مېلمه د پاك پوځ د وظيفائي معيار٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د كاميابو او قربانو او سيمه ايز امن او استحكام لپاره د جاري هلو ځلو ستائنه وكړه۔ د دې نه وړاندې جوائنټ سټاف هيډ کوارټر ته په رسېدو د دريو واړو وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې ګران مېلمه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔

مزید خبریں