د اېن ډي يو پلاوي د چيف انسټرکټر مېجر جنرل نعيم اختر په مشرۍ كښې چيف جسټس آف پاکستان جسټس يحييٰ آفريدي سره وليدل

اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ (NDU)، د اسلام آباد نيشنل سيکيورټي اينډ وار کورس 2026 د 120 نه زياتو ګډون كوٶنكو يو پلاوي د چيف انسټرکټر مېجر جنرل نعيم اختر په مشرۍ كښې د شورو په ورځ په سپريم کورټ كښې چيف جسټس آف پاکستان جسټس يحييٰ آفريدي سره ليدلي دي ۔ د سپريم کورټ پي آر او لخوا د جاري اعلاميه له مخئ …

اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ (NDU)، د اسلام آباد نيشنل سيکيورټي اينډ وار کورس 2026 د 120 نه زياتو ګډون كوٶنكو يو پلاوي د چيف انسټرکټر مېجر جنرل نعيم اختر په مشرۍ كښې د شورو په ورځ په سپريم کورټ كښې چيف جسټس آف پاکستان جسټس يحييٰ آفريدي سره ليدلي دي ۔ د سپريم کورټ پي آر او لخوا د جاري اعلاميه له مخئ په پلاوي كښې د فېکلټۍ غړي، د پاک پوځ او سول سروسز افسرانو سره سره د يو شمېر دوست هېوادونو 26 افسران شامل وو۔۔ چيف جسټس د پلاوي هركلے وكړو او هغوي يې د طاقت د ټرائيکوټومي آئيني اسکيم او تر انصاف رسنې او د بنيادي حقونو تحفظ باوري كولو لپاره د عدليه د كردار نه خبر كړل۔ چيف جسټس پلاوي سره په يو انټرايکټو پوښتنو و ځواب كښې هم ګډون وكړو٬ په دې موقع پلاوي د سپريم كورټ د ميوزيم دوره هم وكړه او په جوډيشل آرکائيو كښې يې خوښي ولرله٬ په دې موقع د چيف جسټس او پلاوي د مشر ترمېنځجه د سووينئرز تبادله هم وشوه۔

مزید خبریں