د 4.5 ملين نه زياتو والدینو خپلې لوڼه د اېچ پي وي واکسین په لګولو د سروائيكل كېنسر څخه محفوظ كړې ۔ د قامي صحت وزير مملکت ډاکټر ملک مختار احمد بھرتھ د ايچ پي وي ويکسينيشن سائټ دورې په مهال خبرې

اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د قامي صحت وزير مملکت ډاکټر ملک مختار احمد بھرتھ وئيلي دي 4.5 ملين نه زياتو والدینو پریکړه کړې چې خپلې لوڼه د اېچ پي وي واکسین په لګولو سره د سروائيكل كېنسر څخه محفوظ كړي٬ كوم چې د صحت مند سباٶن لپاره د باور او عزم ثبوت دے، دا شمېره هره ورځ زياتېږي ځكه چې قامي كمپائن به تر 27 ستمبر كال …

اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د قامي صحت وزير مملکت ډاکټر ملک مختار احمد بھرتھ وئيلي دي 4.5 ملين نه زياتو والدینو پریکړه کړې چې خپلې لوڼه د اېچ پي وي واکسین په لګولو سره د سروائيكل كېنسر څخه محفوظ كړي٬ كوم چې د صحت مند سباٶن لپاره د باور او عزم ثبوت دے، دا شمېره هره ورځ زياتېږي ځكه چې قامي كمپائن به تر 27 ستمبر كال 2025 روان وي۔ دا خبرې ده د شورو په ورځ په اسلام آباد ماډل سکول فار ګرلز (آئي اېم اېس جي) كښې د اېچ پي وي ويکسينيشن سائټ دورې په مهال كړې٬ د دورې مقصد د صحت عامه تاريخي هڅې عملي كول وو٬ د دورې اهتمام د يونيسيف فيډرل ډائريکټوريټ آف اميونائزيشن (اېف ډي آئي، ايم او اېن اېچ اېس آر اينډ سي) په مرسته شوے۔ په دستوره كښې د فيډرل ډائريکټوريټ آف اميونائزيشن (اېف ډي آئي) ډائريکټر جنرل ډاکټر صوفيه يونس، ډائريکټر (ټيکنيکل) ايف ډي آئي اسلام آباد ډاکټر خرم اکرم، د يونيسيف پاکستان لپاره نائب نمائنده شرميلا رسول، د ډبليو اېچ او نائب نمائنده اېلن تھون او د ډسټرکټ هيلتھ آفيسر (ډي ايچ او) ډاکټر راشده بتول او اسسټنټ کمشنر آئي سي ټي مهرين بلوچ ګډون وكړو۔

مزید خبریں