وفاقي وزير جام کمال خان سره د پولېنډ سفير ماسيج پسارسکي وليدل

اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره د شورو په ورځ د پولېنډ سفير ماسيج پسارسکي (Maciej Pisarski) ليدلي دي ۔ د شورو په ورځ د جاري خبر پاڼې له مخې په دې موقع تجارت، سرمايه کارۍ، توان، معدنيات او د زراعت پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې په مرستې د خيالاتو څرګندونه شوې٬ دا ملاقات په داسې وخت كښې كېږي كله …

اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره د شورو په ورځ د پولېنډ سفير ماسيج پسارسکي (Maciej Pisarski) ليدلي دي ۔ د شورو په ورځ د جاري خبر پاڼې له مخې په دې موقع تجارت، سرمايه کارۍ، توان، معدنيات او د زراعت پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې په مرستې د خيالاتو څرګندونه شوې٬ دا ملاقات په داسې وخت كښې كېږي كله چې پاکستان كښې سفارتي هلې ځلې ګړندې شوي چې پكښې د آسيان هېوادونو سفيرانو سره ملاقاتونه او د سعودي عرب سره د تجارتي روډ مېپ چاري شاملې دي۔ په دې موقع وفاقي وزير د پولېنډ د انرژۍ نوموړې كمپنۍ اورلين (ORLEN) (پخوانۍ پولش آئل اينډ ګيس کمپني) په پاکستان كښې شتوالے يوه كاميابي وګرځوله۔

مزید خبریں