اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی وئيلي دي سائنسمدارو ، مینوفیکچررز او د ریګولیټرز په خوارۍ پاکستان د صحت په میدان كښې خود کفالت پلو مخ په وړاندې روان دے، پارلیمان د فارما انډسټري مسئلو حل كولو ته خاص پام لرنه كوي او د پرمختګ لپاره ښه ماحول وركوي، د سباؤن تګلاره كښې اختراع، همكارۍ او پائیدارۍ ته مرکزي حیثیت به وركول …
پاکستان د صحت په میدان كښې خود کفالت پلو روان دے، پارلیمان د فارما انډسټري مسئلو حل كولو ته خاص پام لرنه كوي او د پرمختګ لپاره ښه ماحول وركوي۔سید یوسف رضا ګیلاني

مزید خبریں
اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی وئيلي دي سائنسمدارو ، مینوفیکچررز او د ریګولیټرز په خوارۍ پاکستان د صحت په میدان كښې خود کفالت پلو مخ په وړاندې روان دے، پارلیمان د فارما انډسټري مسئلو حل كولو ته خاص پام لرنه كوي او د پرمختګ لپاره ښه ماحول وركوي، د سباؤن تګلاره كښې اختراع، همكارۍ او پائیدارۍ ته مرکزي حیثیت به وركول وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده 8م پاکستان فارما سمټ او 4م فارما ایکسپورټ سمټ اینډ ایوارډز 2025 ته وينا كښې وكړه۔۔ده ووئيل پاکستان فارما ایکسپورټ سمټ اينډ ایوارډز كښې ټاپ 50 فارما ایکسپورټرز له اعزازات وركړے شوي كوم چې د پاکستان لپاره د وياړ خبره ده،د فارما ایکسپورټرز او کمپنو کامیابی د هېواد او قام لپاره د فخر وړ ده۔د سېنېت چیئرمېن ووئيل سائنسمدارو ، مینوفیکچررز او ریګولیټرز په محنت پاکستان د صحت په میدان كښې خود کفالت پلو مخ په وړاندې روان دے،تير كال د فارماسیوټیکل ایکسپورټس 457 ملیونه ډالره ته رسيدلے، 34 فیصده ریکارډ اضافه شوې كومه چې په دوه لسيزو كښې لويه نمو ده۔ده ووئيل د پاکستان فارما انډسټري د ټریلین ډالر نړيوال مارکیټ كښې د لويې برخې ترلاسه كولو بشړ صلاحیت لري۔ده د پي پي اېم اے قیادت او د پیسا ایوارډز ترلاسه كوونكو له مباركي وركولو سره ووئيل تاسو پاکستان صحت مند او قوي كوې،نن ورځ يواځې د کامیابو د جشن نه بلكه د شريك مقصد او ذمه وارۍ د تجدید ده ،راځئ چې په ګډه پاکستان نړيوال هیلتھ کیئر كښې د باور وړ نام جوړ كړو۔







