پينډۍ 24 ستمبر (اے پي پي) د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا د پاکستان او بحرین ترمينځه په قوي دوه اړخيزه اړيكو زور راوړے دے۔د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر د اړخه جاري بيان له مخې د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا نشان امتیاز(ملټري) اسلام آباد كښې د کنګ حمد انسټی ټیوټ آف نرسنګ اینډ ایسوسی ایټډ …
د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا د کنګ حمد انسټي ټیوټ آف نرسنګ اینډ ایسوسي ایټډ میډیکل سائنسز پرانستې دستوره كښې ګډون،پاکستان او بحرین ترمينځه په قوي دوه اړخيزه اړيكو زور

مزید خبریں
پينډۍ 24 ستمبر (اے پي پي) د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا د پاکستان او بحرین ترمينځه په قوي دوه اړخيزه اړيكو زور راوړے دے۔د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر د اړخه جاري بيان له مخې د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا نشان امتیاز(ملټري) اسلام آباد كښې د کنګ حمد انسټی ټیوټ آف نرسنګ اینډ ایسوسی ایټډ میډیکل سائنسز (کے ایچ آئی این اے اېم اېس) پرانسته دستوره كښې د خاص ميلمه په حيث ګډون وكړو۔دستوره كښې کمانډر بحرین نېشنل ګارډ جنرل شیخ محمد بن عیسیٰ بن سلمان آل خلیفه او نور سینئر سول او عسکری چارواكو ګډون وكړو۔په دې موقع د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن د پاکستان او بحرین ترمينځه په قوي دوه اړخيزه اړيكو زور راوړو۔ده ووئيل ایچ آئی این اے اېم اېس افتتاح طبی تعلیم مخ په وړاندې بوتللو كښې يوه لويه كاميابي ده۔ده د دې باور څرګندونه وكړه چې دا اداره به د صحت خيال ساتلو قابل پیشه ور كسان پيدا كړي او پاکستان كښې د نرسنګ او دې سره تړلي طبی علوم كښې به نوې معیارات رامخې ته كړي۔







