د نائب وزیراعظم سینیټر محمد اسحاق ډار د او آئي سي رابطه ګروپ غونډي ته وينا،افغانستان كښې امن،استحکام او سوكالۍ لپاره پاکستان لوظي دے

اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار په افغانستان كښې امن، استحکام او سوكالۍ لپاره د پاکستان د عزم پخلے كړے ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده نیویارك كښې د افغانستان په اړه د او آئي سي رابطه ګروپ وړومبۍ غونډي ته وينا كښې وكړه۔ ده ووئيل افغانستان يواځې نه شي پاتې كيدے، او آئي سي غړي هېوادونه دې افغانستان كښې انساني …

اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار په افغانستان كښې امن، استحکام او سوكالۍ لپاره د پاکستان د عزم پخلے كړے ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده نیویارك كښې د افغانستان په اړه د او آئي سي رابطه ګروپ وړومبۍ غونډي ته وينا كښې وكړه۔ ده ووئيل افغانستان يواځې نه شي پاتې كيدے، او آئي سي غړي هېوادونه دې افغانستان كښې انساني مرسته وركول محفوظ كړي، تجارت او بینکنګ نظام دې بحال كړي،سيمه ايزي رابطې دې زياتي كړي او د نړيوالو ذمه وارو تعمیل له دې خبرو اترو ته وده وركړي۔ نائب وزیراعظم د افغانستان څخه په فعاله ترهه ګرو د تشویش څرګندوني سره خبردارے وركړو چې دې سره سيمه ايز امن او سلامتیا ته خطر دے۔ده په افغان چارواكو زور راوړو چې د پولې پورې غاړه څخه د ترهه ګرۍ په ضد كوټلي او د تصدیق وړ کارروائی وكړي۔ نائب وزیراعظم د افغانستان استحکام لپاره روډ میپ جوړولو له د او آئي سي پوهانو ورکنګ ګروپ جوړولو تجویز وړاندې كړو۔ده ووئيل د اوږدې مودي امن لپاره خلوص، شريك احترام او سیاسی عزم ته اړتيا ده۔

مزید خبریں