ډریپ او د قامي روغتيا وزارت په ګډه خپلي ذمه وارۍ پوره كوي،د هېواد پرمختګ كښې به مونږ له خپله برخه شاملول وي۔وفاقی وزیر سید مصطفیٰ کمال

اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزیر سید مصطفیٰ کمال وئيلي دي ډرګ ریګولیټري اتھارټي ( ډریپ) او د قامي روغتيا وزارت په ګډه خپلي ذمه وارۍ ترسره كوي،د هېواد په پرمختګ كښې به مونږ له خپله برخه شاملول وي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د شورو په ورځ 8م پاکستان فارما سمټ اینډ 4 فارما ایکسپورټ سمټ اینډ ایوارډ (پی اي اېس اے2025) دستوري ته …

اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزیر سید مصطفیٰ کمال وئيلي دي ډرګ ریګولیټري اتھارټي ( ډریپ) او د قامي روغتيا وزارت په ګډه خپلي ذمه وارۍ ترسره كوي،د هېواد په پرمختګ كښې به مونږ له خپله برخه شاملول وي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د شورو په ورځ 8م پاکستان فارما سمټ اینډ 4 فارما ایکسپورټ سمټ اینډ ایوارډ (پی اي اېس اے2025) دستوري ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل مونږ ټول په ګډه خپل كار په ښه ډول ترسره كولې شي،مونږ له به د پاكستان لپاره د صوبو سره په ګډه كار كول وي۔وفاقي وزیر ووئيل د روغتيا وزارت غير د كومې دمې شپه ورځ كار كوي،مونږ له به د خپلو چیلنجونو تر مخه تګلاره خپلول وي،ډرګ ریګولیټري اتھارټي (ډریپ) او د روغتيا وزارت په ګډه خپلي ذمه وارۍ ترسره كوي۔سید مصطفیٰ کمال ووئيل مونږ له به د هېواد په خاطر ښه سوچ كول وي،مونږ بايد خبرو لپاره نه بلكه كار لپاره ښه ماحول پیدا کړو چرته چې د هېواد د ښه والي خبره وي هلته به مونږ له برخه اخستل وي،كه مونږ مخ په وړاندې لاړ شو نو پاکستان به مخ په وړاندې لاړ شي۔

مزید خبریں