د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د وزيراعظم د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم غږۍ كوآرډينيټرې رومينه خورشيد عالم ملاقات و

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د وزيراعظم د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم غږۍ كوآرډينيټرې رومينه خورشيد عالم ملاقات كړے۔ ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې شوي ملاقات كښې د اوسنو سېلابونو د تباهۍ په اثرات٬زيان ٬ د بحالۍ په اقدامات او په دې اړه سباؤن كښې په پروژو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔رومينه خورشيد عالم ګورنر ته ووئېل چې د غېر …

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د وزيراعظم د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم غږۍ كوآرډينيټرې رومينه خورشيد عالم ملاقات كړے۔ ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې شوي ملاقات كښې د اوسنو سېلابونو د تباهۍ په اثرات٬زيان ٬ د بحالۍ په اقدامات او په دې اړه سباؤن كښې په پروژو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔رومينه خورشيد عالم ګورنر ته ووئېل چې د غېر معمولي پشكال بارانونو او واورې ويلې كېدو څخه خېبرپښتونخوا او پنجاب كښې سخت سېلاب راغلے كوم چې ګڼ شمېر كورنۍ بې كوره شوي٬بنيادي ډهانچې تباه شوي او كركيله او روزګار ځپلے شوي ۔دې ووئيل كورونو٬سكولونو٬ د صحت آسانيو او زرعي زمكو پشمول د ټول زيان درست او سمدستي اندازې نه غېر د بحالي اقدامات موثر كېدے نه شي۔دې باور وركړو چې وفاقي حكومت٬د موسمياتي بدلون وزارت او زه به په خپله ذاتي توګه هم خېبرپښتونخوا صوبې ته تكنيكي او اداره جاتي مرستې وركولو لپاره كردار ادا كوم٬د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د وفاقي حكومت مرسته وستائېله۔ده ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې هلال احمر په دې اړه بشپړ او مثالي كار كړے او د ځپليو هر ممكنه د مرستې لړۍ تراوسه روانه ده ٬ ګڼ شمېر ډونرز سره زمونږ رابطه ده چا چې د مثالي مرستې باور راكړے دے۔

مزید خبریں