نائب وزيراعظم اسحاق ډار د فلسطين اولس عزت٬انصاف او حق خود اراديت لپاره د هلو ځلو غېر متزلزل ملاتړ پخلے وكړو

نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د فلسطين اولس عزت٬انصاف او حق خود اراديت لپاره د هلو ځلو غېر متزلزل ملاتړ پخلي كولو سره وئېلي دي غزه كښې بشري الميه رامخې ته شوې٬د نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزۍ او د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزي روانې دي ٬سمدستي جنګ بندې دې وكړې شي او د مرستې سامان او داروګان د تعطل نه …

نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د فلسطين اولس عزت٬انصاف او حق خود اراديت لپاره د هلو ځلو غېر متزلزل ملاتړ پخلي كولو سره وئېلي دي غزه كښې بشري الميه رامخې ته شوې٬د نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزۍ او د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزي روانې دي ٬سمدستي جنګ بندې دې وكړې شي او د مرستې سامان او داروګان د تعطل نه غېر وركول دې باوري كړے شي٬نړيواله ورورولي دې اسرائيل انصاف سره مخ كړي۔د نهې په ورځ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې د مينځني ختيز صورتحال او د فلسطين په مسئله كنفرنس ته خطاب كولو سره اسحاق ډار ووئيل د غزه بنيادي ډهانچه (انفراسټركچر(تباه شوے او د 10 لكه څخه د زياتو كسانوبه بې كوره كېدو نړۍ د انسانيت او د نړيوال ضمير قبرستان ګرځېدلې ۔ده ووئيل پاكستان فلسطيني اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دے او د هغوي جائز حقونو ترلاسه كولو لپاره به تل غېر متزلزل ملاتړ روان ساتلے شي۔ده ووئيل سعودي عرب او فرانس لخوا دوه رياستي حل په اړه د كنفرنس هركلے كوو۔ده ووئيل د بېلو هېوادونو لخوا د فلسطين رياست تسليمول د انصاف او نړيوال قوانين پاسداري ده ۔ده ورياده كړه چې پاكستان ته دا اعزاز ترلاسه دے چې هغه د فلسطين تسليمونكو ابتدائي هېوادونو كښې شامل دے۔ده زور راوړو چې سلامتي كونسل او نړيواله ورورولي دې د انساني عزت تحفظ٬انصاف او ځواب وركولو لپاره پرېكنده كردار ادا كړي۔ده ووئيل اوس د بيانونو وخت تلے ٬ د عمل كولو ضرورت دے٬مينځني ختيز كښې پائيدار امن هغه وخت ممكن نه دے تر څو چې 1967 څخه وړاندې پولو په بنياد يو آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست جوړ نه كړے شي د كوم چې دارالحكومت القدس الشريف وي۔

مزید خبریں