اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي)د سعودي عرب 95مې قامي ورځ په موقع پاكستان كښې د سعودي سفارتخانې تر سيوري لاندې د نهې په ورځ جناح كنونشن سنټر كښې دستوره وشوه۔په دې موقع د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني خاص مېلمه ؤ ۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب قامي ورځ په موقع خپل ويډيو پېغام كښې د پاكستان اولس او حكومت لخوا خادم الحرمين شريفين شاه سلمان …
د سعودي سفارتخانې تر سېورې لاندې اسلام آباد كښې د سعودي عرب 95مې قامي ورځ په موقع دستوره

مزید خبریں
اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي)د سعودي عرب 95مې قامي ورځ په موقع پاكستان كښې د سعودي سفارتخانې تر سيوري لاندې د نهې په ورځ جناح كنونشن سنټر كښې دستوره وشوه۔په دې موقع د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني خاص مېلمه ؤ ۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب قامي ورځ په موقع خپل ويډيو پېغام كښې د پاكستان اولس او حكومت لخوا خادم الحرمين شريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود٬ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان او سعودي عرب اولس له مباركي وركړه۔په دستوره كښې په اسلام آباد كښې د سعودي سفير نواف سعيد المالكي نه علاوه وفاقي وزيرانو٬غېر ملكي سفارتكارو٬ديني او سياسي شخصيات٬خبريالانو پشمول لويې شمېر خلكو ګډون وكړو ۔د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د صدر مملكت او پاكستان اولس لخوا د سعودي عرب قامي ورځ په موقع خادم حرمين شريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد محمد بن سلمان له مباركي وركولو سره ووئېل دواړه هېوادونه تاريخي٬مذهبي او د ملګرتيا په مضبوطو رشتو تړلې دي







