د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د پاكستان او سعودي ترمينځه دفاع٬معيشت٬كلتور او د اولسي روابطو په څانګو كښې اړيكو ته لا پراختيا وركولو له د عزم څرګندونه

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د پاكستان او سعودي ترمينځه دفاع٬معيشت٬كلتور او اولسي روابط په څانګو كښې اړيكو ته د لا پراختيا وركولو د عزم څرګندونې سره وئېلي دي دواړو هېوادونو له به امن٬خوشحالۍ او د اسلامي نړۍ سرلوړۍ لپاره په ګډه مخ په وړاندې تلل وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سعودي عرب 95م قامي ورځې په مناسبت سره د سعودي …

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د پاكستان او سعودي ترمينځه دفاع٬معيشت٬كلتور او اولسي روابط په څانګو كښې اړيكو ته د لا پراختيا وركولو د عزم څرګندونې سره وئېلي دي دواړو هېوادونو له به امن٬خوشحالۍ او د اسلامي نړۍ سرلوړۍ لپاره په ګډه مخ په وړاندې تلل وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سعودي عرب 95م قامي ورځې په مناسبت سره د سعودي سفارت لخوا جناح كنونشن سينټر كښې راجوړې كړې دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه د خطاب كولو په مهال وكړه ۔په دې موقع ده د سينيټ آف پاكستان٬پارليمنټ او اولس لخوا خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز السعود٬ولي عهد شهزاه محمد بن سلمان او سعودي اولس ته مباركي وركړه ۔سيد يوسف رضا ګېلاني د سعودي عرب باني شاه عبدالعزيز السعود بصيرت افروز قيادت ته په زړه پورې پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د هغوي هلو ځلو د جديد سعودي عرب بنياد اېښودے۔ده مملكت د “اسلامي نړۍ استحكام٬ايمان او پرمختګ علامت”وګرځولو ۔د سينيټ چيئرمېن د پاكستان او سعودي عرب پخوانو او قوي اړيكو باندې رڼا واچولو سره ووئېل دا رشته”په زړونو كښې پيوست ده او د ايمان او كلتور به مماثلث او شريكو هيلو” اډانه ده۔ده ووئيل هر پاكستانے سعودي عرب سره يو خاص روحاني تړون لري ځكه چې دغه خاوره د حرمين شريفين ده كومه چې د نړۍ د اربونو مسلمانانو لپاره د عقيدت مركز دے۔پاكستان سعودي عرب سره خپلو د ورورولۍ اړيكو ته د قدر په نظر ګوري۔ سيد يوسف رضا ګېلاني 1974 كښې لاهور كښې اسلامي مشرانو كنفرنس حواله وركولو سره ووئېل د اسلامي نړۍ اتحاد او تاريخي وراثت نن هم د پاكستان او سعودي عرب د اړيكو بنياد دے۔ده په دې وروستيو كښې د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه سټريټجك دفاعي لوظ نامه يو سنګ ميل ګرځولو سره ووئېل پاكستان د سعودي عرب خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت تحفظ لپاره تل عزم لري٬د حرمين شريفين تحفظ هم يوازې ذمه واري نه بلكې يو مقدس فريضه او اعزاز ګڼو۔سيد يوسف رضا ګېلاني د دفاع٬معيشت٬كلتور او اولسي روابط په څانګو كښې اړيكو ته لا پراختيا وركولو له د عزم څرګندونه وكړه ۔ ده ووئېل دواړو هېوادونو له به د امن٬خوشحالۍ او اسلامي نړۍ سر لوړۍ لپاره په ګډه مخ په وړاندې تلل وي٬نن كله چې مونږ د سعودي عرب قومي ورځ لمانځو نو دا موقع مونږ ته د ايمان٬باور او ورورولۍ قدرونو يادګېرنه كوي كومې چې مونږ يو بل ته رانزدې كوي٬راځۍ چې مونږ د شريك پرمختګ او اتحاد د روښانه سباؤن د لوظ تدديد وكړو۔پاكستان-سعودي عرب ملګرتيا زنده باد۔

مزید خبریں