پېنډۍ 23 ستمبر (اے پي پي) د پاك فضائيه مشر ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو او د بحرېن د نېشنل ګارډ كمانډر جنرل شېخ محمد بن عيسيٰ بن سلمان الخليفه د دواړو هېوادونو ترمېنځه عسكري او اداره جاتي مرستې ته ودې وركولو او د بدلېدونكي سيمه ايزو چېلنجز په تناظر كښې د دوه اړخيزه دفاعي اړيكو قوي كولو په عزم زور راوړے دے۔ د نهې په ورځ د …
د پاك فضائيه مشر ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو سره د بحرين نيشنل ګارډ كمانډر جنرل شېخ محمد بن عيسيٰ بن سلمان الخليفه وليدل٬ د دوه اړخيزه دفاعي اړيكو قوي كولو په عزم زور

مزید خبریں
پېنډۍ 23 ستمبر (اے پي پي) د پاك فضائيه مشر ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو او د بحرېن د نېشنل ګارډ كمانډر جنرل شېخ محمد بن عيسيٰ بن سلمان الخليفه د دواړو هېوادونو ترمېنځه عسكري او اداره جاتي مرستې ته ودې وركولو او د بدلېدونكي سيمه ايزو چېلنجز په تناظر كښې د دوه اړخيزه دفاعي اړيكو قوي كولو په عزم زور راوړے دے۔ د نهې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د پاك فضائيه مشر ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو سره د بحرېن نيشنل ګارډ كمانډر جنرل شېخ محمد بن عيسيٰ بن سلمان الخليفه په ائير هيډ كوارټرز اسلام آباد كښې ليدلي دي ۔ ملاقات كښې دواړو د تل پاتې دفاعي مرستې لپاره د خپل عزم پخلے وكړو او د مشتركه تربيې په اقدامات او د هوا بازۍ په صنعت كښې په مرستې خاص زور راوړلے شو۔ چيف آف دي ائير سټاف د ګران مېلمه تود هركلي كولو سره د پاك فضائيه په اوسني پېشرفت بريفنګ وركړو چې پكښې د انفراسټركچر ترقي، په تربيه كښې اصلاحات او اعليٰ صلاحيتونه شاملولو د لارې د جديد كارۍ په جامع منصوبو رڼا واچولې شوه ۔ ده ووئيل د دې ستراتېژك اقدامات مقصد د پي اے اېف آپريشنل تيارۍ او ملټي ډومين وارفيئر كښې تكنيكي كاميابي زياتول ده ۔ ائير چيف په دې خبره زور راوړو چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه ژورې مذهبي او تاريخي اړېكې موجود دي د كومې نه چې د دوي مثالي عسكري مرستې عكاسي كېږي او دوه اړخيزه دفاعي مرستې په خاص توګه تربيه، مشتركه مشقونو او د علم د تبادلې په څانګو كښې پراختيا وركولو لپاره د عزم پخلے وشو۔ د ملاقات په مهال جنرل شېخ محمد بن عيسيٰ بن سلمان الخليفه د پاك فضائيه مشر ته د هند په ضد په اوسني تاٶ تريخوالي كښې د په زړه پورې كاركردګۍ مباركي وركولو سره د پاك فضائيه د اهلكارو د وظيفائي پوهې٬آپريشنل تيارۍ او د غير معمولي حوصلې ستائنه وكړه٬ ده د تربيې په مېدان كښې مرستې زياتولو لپاره د خپل خواهش څرګندونه وكړه او د مشقونو د لارې د مشتركه زده كړې په اهميت يې زور راوړو۔۔ ده په دې خبره هم رڼا واچوله چې دا ډول اقدامات به شريك پرمختګ او مشتركه آپريشنل تجربو لپاره د يو پلېټ فارم په توګه كار وكړي۔ ده ووئيل دې دورې سره د ورورولۍ او دفاعي شراكتدارۍ تل پاتې مرستې ته لا وده ترلاسه شوې چې پكښې ګران مېلمه د پي اے اېف د خود انحصارۍ د كمپائن ستائنه وكړه او د سيمه ايز طاقت توازن په ځاے ساتلو لپاره يې د قيادت ستائنه وكړه۔ د پاك فضائيه مشر او د بحرېن نيشنل ګارډ كمانډر ترمېنځه په شوي ملاقات كښې د دواړو هېوادونو پوځي مرستې ته پراختيا، اداره جاتي مرستې ته وده وركول او د بدلېدونكې سيمه ايزو چېلنجز په تناظر كښې دوه اړخيزه دفاعي اړيكې قوي كولو لپاره په عزم زور راوړلے شو۔







