اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي كر كېله د هېواد په معيشت كښې د ملاتير حېثيت لرې، د بائيو سائنسز د لارې زراعت ته وده وركړې كېدې شي، د جديدې مشينرۍ كارولو څخه پېداوار كښې زياتوالے ممكن دے، په زرعي څانګه كښې تحقيق سره ترقي ممكن ده۔ دا خبرې وفاقي وزير د نهې په ورځ په …
كروندګر دې نوې ټيکنالوجي خپله كړي٬ په نړيوال ماركيټ كښې د پاكستانو څيزونو غوښتنه زياتېږي۔ وفاقي وزير رانا تنوير حسين

مزید خبریں
اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي كر كېله د هېواد په معيشت كښې د ملاتير حېثيت لرې، د بائيو سائنسز د لارې زراعت ته وده وركړې كېدې شي، د جديدې مشينرۍ كارولو څخه پېداوار كښې زياتوالے ممكن دے، په زرعي څانګه كښې تحقيق سره ترقي ممكن ده۔ دا خبرې وفاقي وزير د نهې په ورځ په بائيو سائنسز د تحقيق په اړه په نړيوال كنفرنس كښې د ګډون په مهال كړې۔ ده ووئيل زرعي تحقيقاتي ادارې په پېداوار كښې اضافې لپاره كار كوي٬ كروندګرو له پكار ده چې ھغوي په زراعت كښې نوې ټيکنالوجي استعمال كړي۔ رانا تنوير حسېن ووئيل د نېشنل سکلز يونيورسټۍ او د چيمبرز آف کامرس ترمېنځه شراكتداري پكار ده ۔ ده ووئيل د زراعت د لارې زمونږ هېواد پرمختګ كولې شي٬ ګرده نړۍ پاكستان څخه وريژې٬ كونځلې او د جوارو پشمول نور څيزونه ترلاسه كول غواړي، په نړيوال ماركيټ كښې د پاكستانو څيزونو طلب زياتېږي۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ له سپلائي چين روانه ساتلو سره سره بيعه هم ټيټول دي۔ رانا تنوير حسېن ووئيل نننۍ كنفرنس يو ښه اقدام دے۔







