اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان پیپلز پارټي سینیټر محمد طلحه محمود په متفقه توګه د سېنېټ د دفاع لپاره د قائمه کمېټۍ چیئرمېن ټاكلے شوے۔د سېنېټ د دفاع لپاره قائمه کمېټۍ غونډه د نهې په ورځ په پارلیمنټ هاؤس كښې وشوه چې پكښې کمېټۍ د نوي چیئرمېن انتخاب وكړو۔د غونډي په مهال سینیټر عمر فاروق سینیټر محمد طلحه محمود د كمېټۍ چیئرمېن لپاره نامزد کړو،دغسې سینیټر …
سینیټر محمد طلحه محمود د سېنېټ دفاع لپاره د قائمه کمېټۍ چیئرمېن وټاكلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان پیپلز پارټي سینیټر محمد طلحه محمود په متفقه توګه د سېنېټ د دفاع لپاره د قائمه کمېټۍ چیئرمېن ټاكلے شوے۔د سېنېټ د دفاع لپاره قائمه کمېټۍ غونډه د نهې په ورځ په پارلیمنټ هاؤس كښې وشوه چې پكښې کمېټۍ د نوي چیئرمېن انتخاب وكړو۔د غونډي په مهال سینیټر عمر فاروق سینیټر محمد طلحه محمود د كمېټۍ چیئرمېن لپاره نامزد کړو،دغسې سینیټر سرمد علی د هغه تائید وكړو۔ بيا ایوان په متفقه توګه سینیټر طلحه محمود د دفاع لپاره د قائمه کمېټۍ چیئرمېن وټاكلو ۔د چیئرمېن منتخب كيدو نه پس سینیټر طلحه محمود د خيالاتو څرګندوني سره ووئيل د دفاع لپاره قائمه کمېټي تر ټولو مهمه كمېټي ده۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د ټولو غړو سره په ګډه به دفاعي چارو ښه كولو له او د قامي سلامتیا نظام لا قوي كولو له اقدامات كولې شي۔ده ووئيل د پاکستان پوځ د هېواد دفاع، د پولو حفاظت او امن و امان لپاره چې كومي قربانۍ وركړې دي هغه د قام لپاره د فخر وړ دي۔د پاك-هند اوسني تاؤ ترېښوالي په مهال پاك پوځ چې د كومي بهادرۍ مظاهره وکړه ، هغه په نړۍ كښې مثال نه لري او دې سره د پاکستان وقار په نړيواله كچه زيات شوے دے ۔(اے پي پي/ص ف/ض ض/1725)







