نیو یارك 23 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د سعودی عرب مفتی اعظم شیخ عبدالعزیز بن عبداللہ آل الشیخ په مړينه د غم دړد څرګندونه كولو سره وئيلي چې د شیخ عبدالعزیز بن عبداللہ آل الشیخ وفات نه يواځې د سعودی عرب بلکه د ټولو مسلمانانو لپاره د غم دے۔ د نهې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم …
وزیراعظم شهباز شریف د سعودی عرب مفتی اعظم شیخ عبدالعزیز بن عبداللہ آل الشیخ په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

مزید خبریں
نیو یارك 23 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د سعودی عرب مفتی اعظم شیخ عبدالعزیز بن عبداللہ آل الشیخ په مړينه د غم دړد څرګندونه كولو سره وئيلي چې د شیخ عبدالعزیز بن عبداللہ آل الشیخ وفات نه يواځې د سعودی عرب بلکه د ټولو مسلمانانو لپاره د غم دے۔ د نهې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم شیخ عبدالعزیز بن عبداللہ آل الشیخ ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل هغه يو داسې جلیل القدر عالم دین ؤ چا چې ټول ژوند د قرآن و سنت ترویج، شریعت مطهرہ توضیح او امت لارښودنه كښې تير كړې ؤ،د مسلمانانو اتحاد لپاره د هغه هڅي او نړيوال بصیرت به عمر له ياد ساتلے شي۔ده ووئيل دینی و علمی روایت كښې د ارواښاد خدمات د يو روښانه باب حیثیت لري او د هغه پرېښودلې شوي علمی ورثے څخه به راتلونكي نسلونه لارښودنه ترلاسه كوي۔ وزیراعظم ووئيل د پاکستانی اولس او حکومت د ورور هېواد سعودی عرب اولس او سعودی قیادت په غم كښې برابر شريك دے، زه د ارواښاد كورنۍ ، خادم الحرمین الشریفین شاہ سلمان بن عبدالعزیز، ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان او ټول سعودی قیادت او اولس سره غمرازي كوم۔ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له جنت الفردوس كښې اعلیٰ مقام وركړي۔







