نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف به (نن) د نهې په ورځ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 80مي غونډي باضابطه پېل كيدو دستوره كښې ګډون كوي۔ پي اېم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزيراعظم د نيويارك دورې په مهال د جنرل اسمبلۍ غونډي پېل كيدو دستوره كښې ګډون نه علاوه به وزيراعظم د امريكا او قطر كوربتوب كښې عرب او اسلامي …
وزيراعظم شهباز شريف به (نن) د نهې په ورځ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 80مي غونډي باضابطه پېل كيدو دستوره كښې ګډون كوي

مزید خبریں
نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف به (نن) د نهې په ورځ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 80مي غونډي باضابطه پېل كيدو دستوره كښې ګډون كوي۔ پي اېم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزيراعظم د نيويارك دورې په مهال د جنرل اسمبلۍ غونډي پېل كيدو دستوره كښې ګډون نه علاوه به وزيراعظم د امريكا او قطر كوربتوب كښې عرب او اسلامي هېوادونو او په خاص توګه د مشرانو په غونډه كښې هم ګډون كوي۔ په غونډه كښې ګډون لپاره وزيراعظم ته خصوصي بلنه وركړې شوي دغسې په غونډه كښې به د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ ههم ګډون كوي۔ وزيراعظم به د آسټريا چانسلر كرسټين سټاكر، كويت ولي عهد او وزير اعظم شيخ صباح الخالد، د نړيوال بانك صدر اجے بنګا او نړيوال مالياتي فنډ ( آئي اېم اېف ) منيجنګ ډائريكټر كرسټالينا جارجيوا سره هم ملاقاتونه كوي۔ وزيراعظم به ګلوبل ډويلپمنټ انيشي ايټو( جي ډي آئي ) اعلي پائې غونډه كښې هم ګډون او خطاب كوي۔







