نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د مېرمنو د حقونو تحفظ او دوي بااختياره جوړولو لپاره د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چې پاكستان په صنفي مساوات باور لري، مېرمنې په هره څانګه كښې خپل رول لوبوي٬ ضرورت د دې خبرې دې چې مونږ ټول په ګډه صنفي مساواتو لپاره وسائل زيات كړو۔ د ګل په ورځ د ملګرو ملتونو د …
پاكستان په صنفي مساوات باور لري، مېرمنې په هره څانګه كښې خپل رول لوبوي۔ د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر لخوا رابللے شوې مېرمنو په اړه څلورم نړيوال كنفرنس ته وېنا

مزید خبریں
نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د مېرمنو د حقونو تحفظ او دوي بااختياره جوړولو لپاره د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چې پاكستان په صنفي مساوات باور لري، مېرمنې په هره څانګه كښې خپل رول لوبوي٬ ضرورت د دې خبرې دې چې مونږ ټول په ګډه صنفي مساواتو لپاره وسائل زيات كړو۔ د ګل په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر لخوا مېرمنو په اړه رابللے شوي څلورم نړيوال كنفرنس ته خپلې وېنا كښې اسحاق ډار ووئيل پاكستان په صنفي مساواتو باور لري٬ سماجي تحفظ او مېرمنې اختيارمنې جوړولو لپاره اقدامات كوي۔ سينيټر اسحاق ډار ووئيل 30 كاله وړاندې په بېجنګ كښې مونږ دا لوظ كړې ٶ چې مونږ به يو داسې سباٶن جوړٶ چرته چې به مېرمنې او انجونه بشپړه مساوات سره بااختياره وي٬ نن چې مونږ دغه سنګ ميل يادٶ نو مونږ له به يوازې لفظونه نه بلكې د ھغه جرات مندانه او د ستائنې وړ اقداماتو د لارې د لوظ تجديد كول وي۔ ده ووئيل پاكستان كښې صنفي مساوات زمونږ د باني قائداعظم محمد علي جناح د وژن له مخې دي٬ چا چې وئيلي ٶ: “هر ھغه قام د عظمت تر مقام نشي رسېدې تر څو چې د ھغوي مېرمنې ناريناٶ سره اوږه په اوږه نه وي۔” د دې باور له مخې پاكستان ځانګړې پېشرفت كړے دے٬ په پاكستان كښې مېرمنې په سياست، عدليه، بيوروكريسي، قانون نافذ كوٶنكو ادارو او د وسله والو ځواكونو په اعليٰ چوكو كار كوي۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير ووئيل پاكستان ته دا اعزاز ترلاسه دے چې د اسلامي نړۍ وړومبۍ ښځينه وزيراعظمه شهيد بېنظير بھټو ئې منتخب كړه او په دې وروستيو كښې د پنجاب ښځينه وزيراعليٰ مريم نواز شريف اولس منتخب كړې٬ په قامي او صوبائي اسمبليو او په ځائي حكومتونو كښې د خاص چوكو د لارې د مېرمنو غږ په هره كچه پاليسي سازي تشكيلوي٬ دې مقصد لپاره جوړې ادارې، د وقار نسواں پشمول قامي او صوبائي كميشن، په صنفي بنياد د تشدد خاتمے په اړه خاص عدالتونه، ښځينه پوليس اسټيشنز او د بشري حقونو سيلز، د مېرمنو حقونه، تحفظ او تر انصاف رسنه باوري كوي٬ مېرمنې د تشدد٬ د كار په ځائ كښې د هراسمنټ او د امتياز نه ساتلو لپاره ترقي پسند قوانين هم نافذ كړې شوې دي۔ ده ووئيل په لاندې كچه هم كار كوٶ٬ سماجي تحفظ او مېرمنې بااختياره جوړولو پروګرام پېل كړې شوې دي٬ د وفاقي حكومت له مخې بينظير انكم سپورټ پروګرام او وزيراعظم يوتھ پروګرام ، مېرمنې د غربت نه راوباسلو، تر مالي وسائلو رسنه ترلاسه كولو او وظيفائي او كاروباري موقعو څخه په ګټه پورته كولو كښې مرسته كوي٬ مونږ په دې هم پوهه يو چې ترقي غېر هواره ده، په نړيواله او په قامي دواړو كچو٬ بيجنګ +30 ايكشن ايجنډا مونږ ته رايادوي چې په هره ترجيح به د بدلون رفتار ګړندې كول وي٬ اوس ضرورت د دې خبرې دې چې مونږ ټول په ګډه صنفي مساواتو لپاره وسائل زيات كړو٬ خوا كه ھغه د قامي بجټ د لارې وي يا د نړيوالې مرستې د لارې يا د جديد شراكت دارو د لارې وي ځكه چې د وسائلو نه غېر شوې لوظونه نېمګړے او يوازې ادعاګانے پاتې شي۔ ده ووئيل د بيجنګ اعلاميه د مېرمنو حقونو لپاره د نړۍ د ټولو نه زياته جراتمندانه نړيواله لوظنامه ده٬ د دې حقيقي وراثت په پرمختګ كښې دے٬ راځۍ چې مونږ په تندۍ٬ حوصلے او يوالي عمل وكړو دغسې چې هره مېرمن او نجلۍ د غربت او د تشدد څخه خپلواكه كېدو سره بااختياره جوړ شي او په جامع ترقۍ كښې مشري او كردار ولوبولې شي







