بايد دولت مشتركه امن او مكالمے لپاره د پلېټ فارم په توګه خپل رول دوام دار وساتي۔ د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د دولت مشتركه د خارجه وزيرانو غونډې ته وېنا

نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار دولت مشتركه لپاره د پاكستان د غېر متزلزل ملاتړ او دا ځانګړي پليټ فارم لا قوي كولو لپاره د عزم تذكره كولو سره ووئيل چې نړيواله ورورولي په يو وخت ګڼ شمېر بحرانونو سره مخ ده۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير د ملګرو …

نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار دولت مشتركه لپاره د پاكستان د غېر متزلزل ملاتړ او دا ځانګړي پليټ فارم لا قوي كولو لپاره د عزم تذكره كولو سره ووئيل چې نړيواله ورورولي په يو وخت ګڼ شمېر بحرانونو سره مخ ده۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير د ملګرو ملتونو په مركزي دفتر كښې د دولت مشتركه د خارجه وزيرانو په غونډه كښې ګډون كړې كوم چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 80مې غونډې په موقع شوې۔ خپلې وېنا كښې اسحق ډار دولت مشتركه لپاره د پاكستان د غېر متزلزل ملاتړ او دا ځانګړي پليټ فارم لا قوي كولو لپاره د عزم تذكره كړې۔ ده د تنظيم د بدلې شوې نړيوالې وضعې مطابقت لپاره د هلو ځلو هركلے وكړو۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي په يو وخت ګڼ شمېر بحرانونو سره مخ ده، بايد دولت مشتركه امن او مكالمے لپاره د پلېټ فارم په توګه خپل رول دوام دار وساتي چرته چې د اتفاق رائے او مرستې د لارې د شخړو حل كولو او همكارۍ ته وده وركولئ شي۔ ده د دولت مشتركه د ماحولياتي بدلون په اړه د هلو ځلو بشپړه ملاتړ وكړو او د غړو هېوادونو لخوا ئې د ماحولياتي چيلنج مخنيوي لپاره پرله پسې د پام كولو په ضرورت زور راوړو۔ اسحاق ډار د دولت مشتركه د ھغه ځانګړي رول ستائنه وكړه كوم چې ھغه 56 هېوادونو يو موټې كولو سره ځوانان اختيار مند جوړولو٬ ډيجيټل بدلون او تجارت او كاروبار ته وده وركولو لپاره لوبوي۔ ده ووئيل چې پاكستان د دولت مشتركه د ځوانانو په اېجنډا كښې په قائدانه كردار لوبولو فخر كوي دغسې چې زمونږ نوې كول زيات خوشحال او د سوله ايز سباٶن جوړولو جوګه شي۔ ده ووئيل پاكستان به د دولت مشتركه د رابطے ايجنډے ته په وده وركولو كښې بشپړه كردار لوبوي او د داسې اقداماتو به ملاتړ كوي چې ورسره په دولت مشتركه كښې ډيجيټل، فزيكل، ريګوليټري او د سپلائي چين روابط لا قوي شي

مزید خبریں