نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د ګل په ورځ د قطر وزيراعظم او خارجه وزير شېخ محمد بن عبدالرحمن الثاني په كوربتوب كښې په مشاورتي غونډه كښې ګډون كړے٬ په غونده كښې د اردن او متحدہ عرب امارات نائب وزيراعظمانو او د مصر، انډونيزيا، سعودي عرب او د تركيه خارجه وزيرانو هم ګډون وكړو ۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري …
نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په نيويارك كښې د عرب او اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو په مشاورتي غونډه كښې ګډون

مزید خبریں
نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د ګل په ورځ د قطر وزيراعظم او خارجه وزير شېخ محمد بن عبدالرحمن الثاني په كوربتوب كښې په مشاورتي غونډه كښې ګډون كړے٬ په غونده كښې د اردن او متحدہ عرب امارات نائب وزيراعظمانو او د مصر، انډونيزيا، سعودي عرب او د تركيه خارجه وزيرانو هم ګډون وكړو ۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې خارجه وزيرانو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې په ځينيو مهمو چارو مشتركه لائحې لپاره د خيالاتواو د همكارۍ څرګندونه وكړه ۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د پاكستان او اسلامي هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ په اړيكو او مرستې رڼا اچولو سره ووئيل د پاكستان اولس د مېنځني ختيز خپلو مسلمانانو وروڼو سره ډېره مينه لري او ھغوي امن، استحكام او خوشحالۍ ته ودې وركولو لپاره د ټولو مثبت هلو ځلو ملاتړ كوي







