پاکستان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه كښې د كشميريانو او فلسطینیانو ناوړه حالت رامخې ته كولو له لوظي دے

ملګري ملتونه 22 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كلنه غونډه د نهې په ورځ نیویارك كښې پېل كيږي،چې پكښې به د ټولي نړۍ 150 څخه زيات مشران او خارجه وزيران ګډون كوي۔د کشمیر میډیا سروس له مخې ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد وئيلي دي وزی اعظم محمد شهباز شریف به په 26 ستمبر اسمبلۍ ته وينا كوي،چې پكښې به هغه په …

ملګري ملتونه 22 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كلنه غونډه د نهې په ورځ نیویارك كښې پېل كيږي،چې پكښې به د ټولي نړۍ 150 څخه زيات مشران او خارجه وزيران ګډون كوي۔د کشمیر میډیا سروس له مخې ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد وئيلي دي وزی اعظم محمد شهباز شریف به په 26 ستمبر اسمبلۍ ته وينا كوي،چې پكښې به هغه په نړيوالو چارو او په خاص توګه فلسطین او کشمیر په اړه د پاکستان اصولی موقف وړاندې كوي۔ده ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف په غونډه كښې ګډون د ملګرو ملتونو سره د پاكستان د قوي تړون څرګندونه ده، په خاص توګه په يو داسې وخت كښې كله چې پاکستان د سلامتی کونسل غړي په حیث سره نړيوال امن او پرمختګ لپاره كار كوي۔ده ووئيل وزیراعظم به په خپل خطاب كښې په غزه كښې په سمدستي توګه جنګ بندۍ او د هند په غیر قانونی توګه تسلط لاندې جموں او کشمیر كښې د خپلواكۍ حق مسئله رامخې ته كوي ځكه چې دا دواړه مسئلې د اوږدې مودې راهسې د پاکستان د خارجه پالیسۍ مهمه برخه دي۔دې نه علاوه وزیراعظم به د موسمیاتی بدلون اثرات، زياتې شوې اسلاموفوبیا، او ترهه ګرۍ خطر په شان مسئلو هم رڼا اچوي۔ده ووئيل وزیرِاعظم به د نړيوالي ورورولۍ سره په ګډه د موسمیاتی بدلون اثراتومخنيوي په حاجت زور راوړلو سره د پاکستان نقطه نظر وړاندې كوي۔دا خبره دې ياده وي چې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ كښې به سږ كال غزہ او یوکرین كښې په روانو جنګونو ، د فلسطیني ریاست تسليمولو سره سره د ایران سره د جوهري تاؤ ترېښوالي په شان مسئلو بحث كيږي۔دې نه ځانله وزیراعظم به په دې مهال د ځيني مهمو لارښودو سره ملاقاتونه هم كوي۔وزيراعظم به د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ سره هم د اسلامی لارښودو په يوه غونډه كښې ګډون كوي۔

مزید خبریں