د پاکستان-ازبکستان په كلتوري تاريخ د كنفرنس تابيا٬ په هند كښې اسلامي كلتوري ورثه سختو ستونزو سره مخ ده٬ پاكستان او مېنځنۍ آسياء هېوادونو له به مرسته زياتول وي۔ مقررين

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان او ازبکستان اړيكې يوازې تر سفارتي يا سياسي نوعيت محدود نه دي بلكې د دې بنياد په پېړيو اډانه تهذيبي تسلسل، علمي تبادلو او د صوفياٶ افکارو په مشترکه روايت قائم دے٬ په دې لړ كښې په پاکستان كښې د ازبکستان سفارت د او مسلم انسټي ټيوټ په شريكه مرسته د "پاکستان-ازبکستان مشترکه كلتوري" كنفرنس نن د ګل په ورځ وشو٬ …

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان او ازبکستان اړيكې يوازې تر سفارتي يا سياسي نوعيت محدود نه دي بلكې د دې بنياد په پېړيو اډانه تهذيبي تسلسل، علمي تبادلو او د صوفياٶ افکارو په مشترکه روايت قائم دے٬ په دې لړ كښې په پاکستان كښې د ازبکستان سفارت د او مسلم انسټي ټيوټ په شريكه مرسته د “پاکستان-ازبکستان مشترکه كلتوري” كنفرنس نن د ګل په ورځ وشو٬ كنفرنس ته خپلې وېنا كښې مقررينو ووئيل پاكستان په ھغه وخت جوړ شوے ٶ كله چې قطب الدين اېبك په نيمه وچه كښې د اسلامي رياست بنياد اېښودے ٶ٬پاکستان د تېموري، مغل او لودھي سلطنت تسلسل دے چې علمي او كلتوري بنيادونه ئې افغان او ترك كلتور كښې موندلے كېږي٬ د نيمې وچې د كلتوري رواياتو جرړې د مېنځنۍ آسياء هېوادونو سره تړلې دي ٬ د كومو چې د هند رياست او د هندوتوا شدت پسند نظريه د وجود حذف كولو هڅې غواړي۔ مقررينو ووئيل د هند رياست او هندوتوا پاليسۍ د اسلام په خاص توګه د مغل دور نومونه او جوړ كړے تاريخ مسخ كوي او د مغلو كلتور ختمولو پسې شوي چې واضحه مثال يې د مغلو دور ودانيو او يادګارنو نامې بدلول او د نصاب په كتابونو كښې د تېموري مغل تاريخ حذف كول دي٬ د دې مقصد اسلامي كلتور چې جرړې ئې په مېنځنۍ آسياء كښې موندلې كېږي ختمول دي٬ كه نن مونږ اقدامات ونه كړل نو د بابري مسجد په څېر نورې مهم مذهب او تاريخي ځايونه د هندوتوا د شدت پسندانه ذهنيت ښكار كېدے شي۔ مقررينو ووئيل بايد مېنځنۍ آسيا خپل تاريخي ورثه او كلتور ساتلو لپاره د ګډې هلې ځلې وكړي٬ په مقررينو كښې موسس اعلي مسلم انسټيټيوټ سلطان محمد علي، د آزاد جموں او کشمير پخوانې صدر سردار مسعود خان، د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټي پخوامي مشر جنرل (ر) احسان الحق، د ازبکستان سينيټ غړې اينډ ډائريکټر آف انسټيټيوټ آف هسټري اينډ سائنسز ډاکټر عظمت زيو،د مسلم انسټيټيوټ چيئرمېن صاحبزاده سلطان احمد علي، په پاکستان كښې د ازبکستان سفير علي شېر تختياو، پريزيډنټ سنټر فار ساٶتھ ايشيا اينډ انټرنيشنل سټډيز مېجر جنرل (ر) خالد جعفري، پخواني ډپټي سفير سرفراز احمد سپرا، د قائداعظم يونيورسټي د فيکيلټي آف سوشل سائنسز ډين ډاکټر ظفر نواز جسپال، د نيکټا ډائريکټر ډاکټر عظمي سراج، د سائنټيفك سکيورټي انسټيټيوټ آف هسټري اينډ سائنس ازبکستان ډاکټر اودل زرپو، د انسټيټيوټ آف هسټري اينډ سائنسز ريسرچ فيلو بوتير ژلدشف، ډاکټر سائره علوي او ډاکټر شجاعت هاشمي شامل وو۔

مزید خبریں