وفاقي حکومت د يوتھ ډويلپمنټ انډيکس كال 2026 جوړولو پرېكړه٬ رانا مشهود به د ټيکنيکل ورکنګ ګروپ مشر٬ د روغتيا د څانګې نمائندګي به پروفيسر ډاکټر شهزاد علي خان كوي

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) وفاقي حکومت د يوتھ ډويلپمنټ انډيکس كال 2026 جوړولو لپاره د اعلي كچ يوتھ ډويلپمنټ ټيکنيکل ورکنګ ګروپ جوړ كړے دے٬ دا انډيکس به د ځوانانو خېرښګره او د پرمختګ اندازه لګولو لپاره يوه جامع پېمانه وي، كومه چې به د تعليم، روزګار، صحت، سماجي شموليت، امن او سلامتيا پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د پېشرفت اندازه لګولو له مرسته كوي۔ د …

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) وفاقي حکومت د يوتھ ډويلپمنټ انډيکس كال 2026 جوړولو لپاره د اعلي كچ يوتھ ډويلپمنټ ټيکنيکل ورکنګ ګروپ جوړ كړے دے٬ دا انډيکس به د ځوانانو خېرښګره او د پرمختګ اندازه لګولو لپاره يوه جامع پېمانه وي، كومه چې به د تعليم، روزګار، صحت، سماجي شموليت، امن او سلامتيا پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د پېشرفت اندازه لګولو له مرسته كوي۔ د وزيراعظم آفس لخوا د جاري اعلاميه له مخې د ورکنګ ګروپ مشري به د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان كوي٬ په دې كښې به د ملګرو ملتونو د ذيلي ادارو “آئي اېل او، يونېسكو، يو اېن ډي پي، يو اېن اېف پي اے استازي، د معيشت پوهان، شماريات پوهه ، اکيډميه او د پاليسي پوهان شامل وي٬ د دې مقصد د يوتھ ډويلپمنټ انډيکس (وائے ډي آئي) اشارو ته حتمي شکل وركول٬ تګلاره تجويز كول٬ په ډېټا كښې موجود خلا لرې كولو لپاره د عمل وړ حل وراندې كول او د انډيکس د پائلټ ټيسټنګ نه وروستو د دې په ګرد هېواد كښې نفاذ باوري كول دي۔ د دې په غړو كښې د صحت د څانګې نمائندګي د هيلتھ سروسز اکيډمي ( اېچ اېس اے) وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر شهزاد علي خان ته وركړې شوې ده۔

مزید خبریں