د سرلښكر فیلډ مارشل سید عاصم منیر په سپارښتنه بلوچستان كښې د منشیات په ضد د پريكړي وړ كپائن پېل شو

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر فیلډ مارشل سید عاصم منیر په واضحه هدایات بلوچستان كښې د منشیات په ضد د پريكړې وړ كمپائن پېل شوے۔د ګل په ورځ جاري تفصیلات له مخې بلوچستان كښې اینټي نارکوټکس فورس او ځائي ادارو د پومبې كروند او د منشیات اډو خاتمې لپاره لويې كمپائن پېل كړے۔دا كمپائن د فیلډ مارشل سید عاصم منیر او بلوچستان حكومت نيغ …

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر فیلډ مارشل سید عاصم منیر په واضحه هدایات بلوچستان كښې د منشیات په ضد د پريكړې وړ كمپائن پېل شوے۔د ګل په ورځ جاري تفصیلات له مخې بلوچستان كښې اینټي نارکوټکس فورس او ځائي ادارو د پومبې كروند او د منشیات اډو خاتمې لپاره لويې كمپائن پېل كړے۔دا كمپائن د فیلډ مارشل سید عاصم منیر او بلوچستان حكومت نيغ په نيغه هدایات ترمخه روان دے۔د دې كمږپائن مقصد بلوچستان د منشیات څخه پاكول او د دغې ناسور په مستقل توګه خاتمه کول دي۔ د منظمو کارروائیو په مهال په ځيني سيمو كښې د پومبې فصلونه تلف کړے كيږي۔ د منشیات پیداوار او ترسیل كښې ككړ نيټ وركس په ضد به هم کارروائی كولې شي۔ د منشیات نیټ ورکس او د ترهه ګرو ملګرتيا ناكامه كولو لپاره به د متبادل روزګار موقعې هم وركولې شي دغسې چې ځائې وګړي د منشیات کروندې څخه منع كړې شي۔۔ د منشیات په ضد جنګ يوه قامي ذمه واري ده۔په دې جنګ كښې به حکومت، سکیورټی ادارو او د ټولني هر يو كس له خپل کردار ترسره كول وي۔

مزید خبریں