صدر آصف علی زرداری د چین دورې نه پس هېواد ته راستون شو

اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علی زرداری د چین مهمي دورې نه پس د اتوار په ورځ هېواد ته راستون شوے۔ چین كښې د خپلې دورے په مهال صدر مملکت آصف علی زرداری چنګډو ، شنګھائی، اُرومچی او کاشغر دورہ کړې او صوبائی قیادت سره ئې ملاقاتونه كړي۔ پاك۔چین اړيكو، سی پیك منصوبو او سباؤن په راهدارو د خيالاتو څرګندونه شوي۔د اتوار په ورځ د …

اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علی زرداری د چین مهمي دورې نه پس د اتوار په ورځ هېواد ته راستون شوے۔ چین كښې د خپلې دورے په مهال صدر مملکت آصف علی زرداری چنګډو ، شنګھائی، اُرومچی او کاشغر دورہ کړې او صوبائی قیادت سره ئې ملاقاتونه كړي۔ پاك۔چین اړيكو، سی پیك منصوبو او سباؤن په راهدارو د خيالاتو څرګندونه شوي۔د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت آصف علی زرداری د چین دورے په موقع په سيمه ايز امن،پرمختګ او دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه كړي۔ده د مفاهمت په مهمو يادښتونو لاس ليك كړې كوم چې د دواړو هېوادونو اړيكو ته ودي وركولو كښې كاميابي ده۔ صدر مملکت آصف علی زرداری دوره د پاك۔چین اسټریټجکي شراکت دارۍ د عزم پخلے دے۔دې څخه وړاندې صدر مملکت د کاشی لیننګ انټرنېشنل ایئرپورټ څخه د کاشغر د ګوند سیکرټری او سنکیانګ نائب ګورنر په مخه ښه ووئيلو۔په دې موقع د دواړو هېوادونو سفیران هم موجود وو۔ صدر مملکت آصف علی زرداری د چين قیادت په كوربتوب كولو مننه كولو سره ووئيل صدر شی جن پنګ وژن ترمخه چین او په خاص توګه سنکیانګ كښې شوې پرمختګ د ستائنې وړ دے۔ده هيله څرګنده كړه چې سباؤن كښې پاکستان او چین اولس د سیاحت او تجارت لپاره زمكيزي لارو سره آسانۍ سره مزل وكړي۔

مزید خبریں