لندن 21 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د اتحاد او يووالي اهمیت رامخې ته كولو سره وئيلي د 10 مئی فتح دښمن ته هغه سبق ښودلې كوم چې هغوې ټول عمر ياد ساتي،مونږ پاکستان يو عظیم عسکری قوت جوړ كړې،اوس به هېواد معاشی قوت جوړوو، سمندر پوې پاکستانیان د هېواد عظیم سفیران دي كوم چې نړۍ كښې په هر فورم د هېواد دفاع كوي،كه څوك دا ګڼي …
د 10 مئی فتح دښمن ته هغه سبق ښودلې كوم چې هغوې ټول عمر ياد ساتي،مونږ پاکستان يو عظیم عسکری قوت جوړ كړې،اوس به هېواد معاشی قوت جوړوو، سمندر پوې پاکستانیان د هېواد عظیم سفیران دي۔وزیراعظم شهباز شریف سمندر پورې پاکستانیانو ته وينا

مزید خبریں
لندن 21 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د اتحاد او يووالي اهمیت رامخې ته كولو سره وئيلي د 10 مئی فتح دښمن ته هغه سبق ښودلې كوم چې هغوې ټول عمر ياد ساتي،مونږ پاکستان يو عظیم عسکری قوت جوړ كړې،اوس به هېواد معاشی قوت جوړوو، سمندر پوې پاکستانیان د هېواد عظیم سفیران دي كوم چې نړۍ كښې په هر فورم د هېواد دفاع كوي،كه څوك دا ګڼي چې د کشمیر مسئلے حل کولو نه غير شريكي اړيكې ښه كيدے شي نو هغه بے وقوفه دے،د کشمیریانو وينه به بے ځايه نه ځي،د كشمير مسئله،د اوبو مسئله، تجارت او ترهه ګرۍ مخنيوې په اړه د برابرۍ په بنةاد خبري اتري كول غواړو۔ لندن كښې سمندر پورې پاکستانیانو په اړه دستورې ته وينا كښې وزیراعظم سمندر پورې پاکستانیانو له د 10مئی فتح او معرکه حق عظیم کامیابۍ مبارکي وركولو سره ووئيل د 10 مئی فتح دښمن ته هغه سبق ښودلې كوم چې هغوې ټول عمر ياد ساتي،مونږ پاکستان يو عظیم عسکری قوت جوړ كړې،اوس به هېواد معاشی قوت جوړوو، سمندر پوې پاکستانیان د هېواد عظیم سفیران دي كوم چې نړۍ كښې په هر فورم د هېواد دفاع كوي، وزیراعظم محمد شهباز شریف ووئيل زما لپاره د خوشحالۍ او فخر خبره ده چې زه د سمندر پورې پاكستانيانو په وړاندې ولاړ يم،كوم چې د هېواد هغه عظیم سفیران دي چې په اروپا ، برتانیه ، شمالی امریکا كښې او مينځني ختيز كښې شپه ورځ محنت کوي او حلال رزق ګټي،زه د زړه څخه اعتراف کول غواړم چې د هغوې محنت كولو سره حلال رزق ګټي،تير كال سمندر پورې پاكستانيانو 38 نيم اربه ډالره پاکستان ته رالېږلې دي،دې نه غير د هېواد معیشت مخ په وړاندې نه شي تللې په دې زه تاسو ته سلام كوم۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف ووئيل سمندر پورې پاكستانيانو نه يواځې په معاشی توګه بلكه په سیاسی توګه هم په نړۍ كښې د هېواد په هر فورم دفاع کوي او په دې خبره زه هغوې ته سلام كوم۔ وزیراعظم ووئيل بهر هېوادونو كښې ډاكټران، انجینئران،کاروباری كسان او خواري كښ چې په څه ډول شپه ورځ محنت كوي، دا د پاکستان عظیم صفات دي كوم چې په ټوله نړۍ كښې ستائلې كيږي۔ وزیراعظم ووئيل كله چې په مونږ بے ځايه تور لګولې كيدو نو ما په کاکول كښې بيان وركړو چې پاکستان د دې پېښې سره هيڅ تعلق نه لري او ما اعلان وكړو چې يوه نړيواله كمېټي دې دې جوړه شي كومه چې د پهلګام پېښې سپيځلې پلټني وكړي خو ګاونډي هېواد كوم ځواب را نه كړو بلکه په 6 مئی دښمن د پاكستان په ضد بريد وكړو او بے ګناه وګړي ئې په نښه كړل په دې اړه پاكستان په خپله دفاع كښې کارروائی وكړه او د دښمن 6 الوتكي ئې رانسكورې كړي ، دښمن ته يو څو ساعته كښې معلومه شوه چې كه خبره زياته شي نو بيا ئې سنبهالول مشكل شي۔ سهار دوه نيمې بجے سرلښكر جنرل سید عاصم منیر ما ته ټيلفون كولو سره ووئيل جناب وزیر اعظم دا وئيل غواړ چې دښمن په مونږ بيا بريد كړې۔هغه ووئيل جناب وزیر اعظم ما له اجازه راكړه ، دښمن ځكه چې دښمن بيا مکروه حرکت کړې،دښمن ته به هغه سبق ښايو چې ټول عمر ئې ياد ساتي۔ وزیراعظم ووئيل زه اوس د ځيني عرب هېوادونو څخه راغلے يم،هلته د يو هېواد مشر ما څخه پوښتنه وكړه چې هغه كومي دوه خبري دي كومو سره چې پاكستان عظیم فتح ترلاسه كړي،په دې ما ځواب وركړو چې يوه وجه د پاك پوځ مړانه، شجاعت او پیشه وره پوهه،په لوے څښتن باور او نور ډير جدید او په اعلیٰ كچه تربیه او دويمه دا چې سیاسی او عسکری قیادت سوچ كښې اتحاد او همغږي او دريمه دا چې هغه غیر متزلزل عزم چې مونږ په شا نه دي كتلي۔ وزیراعظم ووئيل فیلډ مارشل سید عاصم منیر د دې جنګ قيادت كړې او زمونږ ځوانانو تر ټولو اعلیٰ کارکردګی ښودلي او زمونږ ایئر چیف ظهیر احمد بابر په ښه ډول دښمن قابو کړې او د لوے څښتن په فضل سره پاکستان ته هغه كاميابي ترلاسه شوي كوم چې تير وخت كښې مثال نه لري۔ وزیراعظم ووئيل ټول قوم د كراچۍ تنه تر خېبر په سجده وو او لوے څښتن عظیم پاکستانیانو له هغه فتح وركړه چې نن هم مغرب نه تر مشرق وګړي د پاکستان شين پاسپورټ ته ګوري نو وائي چې مونږ عظیم پاکستانیانو ته سلام كوو۔ وزیراعظم ووئيل د معرکه حق په دې عملياتو كښې كوم ته چې مونږ بنیان مرصوص وايو په دې مهال د دښمن يوه ګوله د لیفټیننټ کرنل ظهیر عباس کور سره نزدې پريوتې چې په نتيجه كښې ئې د هغه ماشومه زوے ارتضیٰ عباس شهيد شوې دغسې لیفټیننټ کرنل ظهیر عباس لائن آف کنټرول خپلي ذمه وارۍ ترسره كولې۔ وزیراعظم ووئيل ما، صدر مملکت آصف علی زرداری او سرلښكر فیلډ مارشل سید عاصم منیر د هغه ماشوم د جنازے لمونځ كښې ګډون كړې او د شهید مخ د ګل په شان ښكاريدو۔ وزیراعظم ووئيل ما د هغه ناوړه حركت بشپړه بدل اخستلے، جنګ بندی شوي،اوس مونږ امن غواړو،پرمختګ او سوكالي غواړو او په پاكستان كښې د بے روزګارۍ خاتمه غواړو او سرمایه کاری غواړو۔ وزیراعظم ووئيل ما دا خبره دوه ځل كړې چې مونږ د كشمير په مسئله،د اوبو په مسئله، تجارت او ترهه ګرۍ مخنيوي د برابرۍ په بنياد خبري اتري كول غواړو۔ وزیراعظم ووئيل مونږ په سيمه كښې ګاونډيان يو او دا په مونږ انحصار كوي چې امن سره پاتې كيدل دي يا جهګړا كولو سره۔ وزیراعظم ووئيل مونږ خواهش لرو چې مونږ عزت او وقار سره پاتې شو خو د كشمير مسئله حل كيدل يو بنيادي ستن ده،كه څوك دا ګڼي چې د کشمیر مسئلے حل کولو نه غير به شريكې اړيكې جوړي شي نو هغه د بے وقوفانو سوچ لري۔وزیر اعظم ووئيل د كشمیریانو وينه به بے ځايه نه ځي،دغسې غزه كښې چې كوم ظلم و ستم روان دے،فلسطین او غزه کښې 64 زره مشران،مياندي،خوياندي او ماشومان شهيدان كيږي،د هغوي خوراك او داروګان بند كړې شوي۔ وزیر اعظم ووئيل زه ګڼم چې د غزه پټی سيمي تناسب سره 64 زره شهادتونه په دورمره سيمه كښې چري نه دي شوې۔ وزیراعظم ووئيل اوس وخت راغلے چې دغه سيمو كښې امن راشي او بايد اسلامي نړۍ راوړاندې كيدو سره امن لپاره خبره وكړي۔ وزیراعظم شهباز شریف ووئيل زخ نه دا وئيل غواړم چې سمندر پورې پاكستانيانو 38 نيم اربه ډالره ترسیلات زر نه غیر د پاکستان معیشت نه شي چليدلے او انشاء الله دوي به نور هم مرسته كوي۔وزیراعظم ووئيل مونږ له قرضو څخه ځان آزادول وي او په خپلو پښو به ودريدل وي۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ قوم يو عظیم قوم دے او د پاکستان د آبادۍ 60 فیصده برخه په ځوانانو مشتمل ده۔وزیراعظم ووئيل د چین کهاوت دے چې هر چیلنج موقع وي،چرته چې د 15 نه تر 30 كاله زمونږ په ځوانانو مشتمل 60 فیصده آبادی برخه يو چیلنج دے هلته دا يوه موقع هم ده چې مونږ خپل ځوانانو له انفارمېشن ټیکنالوجی ، مصنوعی ذهانت ، پیشه وره تربیې او ووکیشنل ټریننګ وركړو، پاكستان په دې اړه كار پېل كړې۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان د تيل او ګاز كمي پانګي لري، زمونږ اثاثه زمونږ ځوانان دي كه مونږ خپلو ځوانانو له ښه تربیه او علم وركړو نو دا هېواد به مخ په وړاندې لاړ شي۔وزیر اعظم ووئيل سیاسی او عسکری قیادت متفق دے مونږ به هېواد عظیم هېواد جوړوو او زه باور لرم چې مونږ به مخ په وړاندې لاړ شو۔دستوري ته د دفاع وزير خواجه محمد آصف ، نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر اسحاق ډار ، وفاقی وزیر چوهدری سالك حسین او د اوورسیز پاکستانیز فاؤنډیشن چیئرمېن قمر رضا هم خطاب وكړو او دستوره كښې د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو سمندر پورې پاكستانيانو ګډون وكړو۔







