اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) پاکستان كښې به په وړومبي ځل بدھ مت کلچرل اينډ انفارمېشن سينټر لوك ورثه كښې جوړولې شي۔دا تاريخي اقدام د مذهبونو ترمينځه همغږۍ، مذهبي سياحت او ثقافتي ورثے ودې لپاره كيږي۔د قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي د دې منصوبے اعلان کولو سره وئويل دا سينټر به د پاکستان ګڼ اړخيزه كلتوري شناخت او نړيوالي سېلګرۍ لپاره د خير مقدمۍ …
پاکستان كښې به په وړومبي ځل بدھ مت کلچرل اينډ انفارمېشن سينټر جوړولې شي۔اورنګزيب خان کھچي

مزید خبریں
اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) پاکستان كښې به په وړومبي ځل بدھ مت کلچرل اينډ انفارمېشن سينټر لوك ورثه كښې جوړولې شي۔دا تاريخي اقدام د مذهبونو ترمينځه همغږۍ، مذهبي سياحت او ثقافتي ورثے ودې لپاره كيږي۔د قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي د دې منصوبے اعلان کولو سره وئويل دا سينټر به د پاکستان ګڼ اړخيزه كلتوري شناخت او نړيوالي سېلګرۍ لپاره د خير مقدمۍ رويے څرګندونه وي۔ده ووئيل لكه څنګه چې سکھ ياتريان پاکستان ته راځي،مونږ غواړو چې بدھ مت پيروکار ههم زمونږ هېواد ته راشي او دلته د مقدس ځايونو دوره وكړي۔ وفاقي وزير ووئيل دا سينټر به د عبادت او مراقبے لپاره مخصوص ځايونه، بدھ مت ثقافت په اړه معلوماتي مواد او تاريخي پس منظر وركوي۔دا اقدام قومي ثقافتي پاليسۍ برخه ه او ډير زر به د وزيراعظم شهباز شريف په سپارښتنه لانچ کړې شي۔ده ووئيل دا پاليسي زمونږ د ثقافتي شناخت تحفظ، فنکارانو او اديبانو خپلواكه كولو او پاکستان امناكه او تخليقي مخ د نړۍ په وړاندې كولو قومي مشن دے۔ اورنګزيب کھچي ووئيل په دې پاليسۍ كښې د څلورو واړو صوبو تجاويز شامل کړې كيږي دغسې چې هغه په بشپړه ډول كوټلې كړې شي۔مونږ نړۍ ته دا پيغام وركول غواړو چې پاکستان مهرګړھ، هړپه، موئن جو دړو او ټيکسلا په شان د پخواني تهذيبونو امين دے۔







