د امن نړيوالي ورځ لپاره د پاك پوځ كردار د ستائنې وړ ، 2 لكهه 35 زره پاكستاني عسكرو د ملګرو ملتونو 48 امن مشنز كښې 29 هېوادونو كښې خدمات ترسره كړي

اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) په ټوله نړۍ كښې نن په 21 ستمبر د امن نړيواله ورځ لمانځلے كيږي۔د دې ورځ مقصد جنګ، تشدد، او تنازعات ختمولو لپاره په نړيواله كچه د امن لپاره هڅي رامخې ته كول وي۔د پاكستان شميره په هغه هېوادونو كښې كيږي كومو چې د ملګرو ملتونو امن مشنز كښې بشپړه برخه اخستي۔د پاكستان امن ډلي د نړۍ په بېلو سيمو كښې امن لپاره …

اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) په ټوله نړۍ كښې نن په 21 ستمبر د امن نړيواله ورځ لمانځلے كيږي۔د دې ورځ مقصد جنګ، تشدد، او تنازعات ختمولو لپاره په نړيواله كچه د امن لپاره هڅي رامخې ته كول وي۔د پاكستان شميره په هغه هېوادونو كښې كيږي كومو چې د ملګرو ملتونو امن مشنز كښې بشپړه برخه اخستي۔د پاكستان امن ډلي د نړۍ په بېلو سيمو كښې امن لپاره خپل پيشه وره خدمات ترسره كوي۔تر اوسه 235,000 څخه زيات د پاكستان عسكرو د ملګرو ملتونو 48 امن مشنز كښې 29 هېوادونو كښې خدمات ترسره كړي۔دا ډلي مشكل او تنازعات څخه ډكو سيمو كښې امن لپاره د وړومبي صفِ كردار ترسره كوي۔د ملګرو ملتونو اصولو له مخې پاكستان عمر له امن مبصرين بشپړه مرسته كړي او هغوې له ئې رسنه وركړي۔د پاكستان امن پوځ اعليٰ تربيه ، لګن او جذبے سره مشنز كاميابۍ سره بشپړ كړې،د كوم چې ټوله نړۍ ستائنه كوي۔ پاكستان د ملګرو ملتونو سره په خپل پخوانې تړون فخر كوي او سباؤن كښې هم د نړيوال امن لپاره خپل مثبت كردار ترسره كولو له لوظي دے۔

مزید خبریں