د امن ودې لپاره به ټولو له کردار ترسره كول وي۔وزیراعظم شهبازشریف

اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) وزیرِاعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې كوټلې امن تر هغه وخت ممکن نه دې تر څو چې د شخړو بنيادونه ختم شوې نه وي،نن په ټوله نړۍ كښې تنازعات او نا انصافۍ د انسانانو سباؤن خطر سره مخ كوي،امن ودي لپاره به ټولو له كردار ترسره كول وي، پاکستان په دې خبره فخر كوي چې نړيوال امن لپاره بشپړه كردار ترسره كوي۔وزیر …

اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) وزیرِاعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې كوټلې امن تر هغه وخت ممکن نه دې تر څو چې د شخړو بنيادونه ختم شوې نه وي،نن په ټوله نړۍ كښې تنازعات او نا انصافۍ د انسانانو سباؤن خطر سره مخ كوي،امن ودي لپاره به ټولو له كردار ترسره كول وي، پاکستان په دې خبره فخر كوي چې نړيوال امن لپاره بشپړه كردار ترسره كوي۔وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې دا خبره وزیرِ اعظم محمد شهباز شریف د نړيوال امن ورځ په موقع په خپل پیغام كشې وكړه۔وزیراعظم ووئيل دا ورځ مونږ ته ياد تازه كوي چې د امن ودې لپاره به هر يو تن او هر يو قوم له خپل انفرادی او اجتماعی کردار ترسره كول وي۔ وزیراعظم شهباز شریف ووئيل كوټل ېامن تر هغه وخت ممكن نه دے تر څو چې د شخړو بنیادونه ،چې پكښې غريبي ، انسانی حقوق څخه انکار او زيات شوې عدم برداشت شامل دي ، ختم شوې نه وي۔ده ووئيل امن له به د قوي نړيوالو ادارو د لارې وده وركول وي،باي د نړيواله ورورولي د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې امناكه ډول د شخړو حل له لوظ وكړي۔ وزیر اعظم شهباز شریف ووئيل كله چې مونږ د امن په حقیقی مفهوم غور کوو نو مونږ د فلسطین مقبوضه سيمي او هند په تسلط كښې مقبوضه جموں و کشمیر كښې روان سنګین انسانی المیې نظرانداز كولې نشو، تر څو چې د دغه سيمو اولس ته د سلامتی کونسل قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق نه وي ترلاسه شوے، مستقل امن يو خواب دے۔ وزیر اعظم شهباز شریف ووئيل پاکستان په دې خبره فخر كوي چې نړيوال امن كښې بشپړه كردار ترسره كوي۔ده ووئيل راځې چې په دې ورځ مونږ ټول د تعمیری او اجتماعی عمل عهد وكړو؛ هغه وسلې خاموش کړو كومې چې بے ګناه كسان وژني ؛ سفارت کارۍ بيا اعتماد وكړو او د شخړو امناكه حل ولټوو۔ پاکستان خپل كردار ترسره كولو له چمتو دے او نړيوالي ورورولۍ ته اپيل كوم چې زموڼږ سره په ګډه د امن، انصاف او انسانیت بحالۍ له هلي ځلي وكړي۔وزیراعظم ووئيل لوے څښتن ته لاس په دعا يو چې نړۍ كښې امن قائم شي۔ آمین

مزید خبریں