امن د انسانیت پرمختګ او فلاح لپاره ضروري دے۔سردار ایاز صادق

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د قومی اسمبلۍ اسپیکر سردار ایاز صادق وئيلي چې كوټلې امن لپاره نړيوال اتحاد، برداشت او مکالمې ته اړتيا ده۔ده ووئيل امن د انسانیت فلاح او پرمختګ لپاره بنیادی حیثیت لري او د ټولو شخړو حل د خبرو اترو د لارې ممكن دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د نړيوال امن ورځ په موقع وكړه كومه چې هر كال د …

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د قومی اسمبلۍ اسپیکر سردار ایاز صادق وئيلي چې كوټلې امن لپاره نړيوال اتحاد، برداشت او مکالمې ته اړتيا ده۔ده ووئيل امن د انسانیت فلاح او پرمختګ لپاره بنیادی حیثیت لري او د ټولو شخړو حل د خبرو اترو د لارې ممكن دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د نړيوال امن ورځ په موقع وكړه كومه چې هر كال د ملګرو ملتونو د سيورې لاندې په 21 ستمبر لمانځلے كيږي۔ده ووئيل سږ كال د دې ورځ سرخط “امن لپاره سمدستي اقدامات وكړئ ” د وخت مهم ضرورت دے۔د قومی اسمبلۍ اسپیکر سفارتکاری د كوټلي امن بنیادی برخه ګرځولو سره وئيلي چې د ټولي نړۍ قیادت بايد د تصادم په ځائې مکالمے، فهم و فراست او شريك احترام ته پام لرنه وكړي۔ده ووئيل امن د طاقت یا جبر د لارې نه شي ترلاسه كيدے ، بلکه دا يواځې د انصاف، مرستي او په احترام اډانه رویو سره راتللې شي۔د قومی اسمبلۍ اسپیکر ووئيل امن يواځې جنګ نه كولو نوم نه دے، بلکه د دې بنیاد په عدل، همغږۍ او شريك احترام وي۔ده په نړيواله وروروبلۍ زور راوړو چې د امن کے بنیادی اصول، انسانی حقوق تحفظ او مساوات ته وده وركړي۔ده ووئيل پاکستان سږ كال په دې سرخط عملدرآمد کولو سره ګڼ عملی اقدامات کړې دي۔ قومی اسمبلۍ او سېنېټ د متفقه قراردادونو د لارې نه يواځې په فلسطین د اسرائیلی جارحیت او جنګی جرمونو غندنه كړي بلکه د فلسطینی اولس د اصولی موقف د خپلواكۍ حق بشپړه حمایت ئې هم كړې۔دغسې دواړو ايوانونو د کشمیریانو هلو ځلو غیر متزلزل حمایت پخلي كولو سره د هند جارحانه پالیسۍ او يو اړخيزه توګه آرټیکل 370 او 35-اے خاتمے سخته غندنه كړي۔د قومی اسمبلۍ اسپیکر ووئيل د دې پارلیمانی اقداماتو د لارې پاکستان د ملګرو ملتونو په پیغام لبیك وئيلي او نړۍ له ئې دا پیغام وركړې چې هغه د مظلوم قامونو سره ودريږي۔د قومی اسمبلۍ اسپیکر د اسرائیل د اړخه قطر، شام، لبنان او په ایران جارحیت په سختو ټكو كښې مسترد کولو سره دغه بريدونه بے بنسټه ، د اجواز نه غير ، د يادو شويو هېوادونو د خپلواكۍ او نړيوال قوانین ښكاره خلاف ورزی ګرحولي۔

مزید خبریں