کاشغر 20 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداری د خالي په ورځ د کاشغر فری ټریډ زون دوره وكړه۔دا فری ټریډ زون د چین سنکیانګ صوبه كښې د نوعیت يواځنې سهولت دے كوم چې د تجارت او لاجسټکس يو مهم مرکز ګڼلې كيږي۔د خالي په ورځ د ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د كاشغر کیمونسټ پارټی آف چائنه ( سی پی …
صدر مملکت آصف علی زرداری د کاشغر فری ټریډ زون دوره

مزید خبریں
کاشغر 20 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداری د خالي په ورځ د کاشغر فری ټریډ زون دوره وكړه۔دا فری ټریډ زون د چین سنکیانګ صوبه كښې د نوعیت يواځنې سهولت دے كوم چې د تجارت او لاجسټکس يو مهم مرکز ګڼلې كيږي۔د خالي په ورځ د ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د كاشغر کیمونسټ پارټی آف چائنه ( سی پی سی ) سیکریټری یاو نِنګ د صدر مملکت آصف علی زرداری هركلے وكړو او هغه له ئې 2015 كښې د زون جوړيدو نه پس په شوې پرمختګ بریفنګ وركړو۔ صدر مملکت ته ووئيل شول چې دا زون 3.56 مربع کلومیټر دې چرته چې کسټمز کلیئرنس، ایئر فریټ سروسز، بونډډ ویئرهاؤسنګ، لاجسټکس او پراسیسنګ په شان سهولیات وركړې كيږي۔د زون تجارتی رابطي د نړۍ 118 هېوادونو سره دې او دلته څخه الیکټرك ګاړي، بیټریز، سولر سیلز، هائی ټیك مصنوعات او آټو پارټس برآمد کیږي ٬ بریفنګ كښې ووئيل شول چې دا فری ټریډ زون سړك ، ریل او فضائی لارو سره څيزونه اسياﺀ او اروپا دواړو سره تړلې دے او خپل انټرنیشنل ایئرپورټ ههم لري۔دا زون سوست پورټ (ګلګت بلتستان) څخه 400 کلومیټره دغسې ګوادر پورټ څخه 2 زره کلومیټره لري دے۔ صدر مملکت د بېلو هېوادونو اسټالز او کیوسکس دوره هم وكړه چې پكښې د مينځني اسياﺀ رياستونه، اروپائي هېوادونه، جنوبی کوریا او جاپان شامل ؤ۔صدر مملکت ته په 2024 كښې جوړ شوې ډیجیټل ټریډ سینټر په اړه ووئيل كوم چې دا مهال 4 زره څخه زياتو کمپنو مرکز دے۔ ده ته کراس بارډر ای۔کامرس نندارتون مرکز په اړه هم بریفنګ وركړې شو چرته چې مينځني اسياﺀ او اروپا پشمول بېلو سيمو ته ډیوټی فری مصنوعات وړاندې كيږي۔ صدر مملکت آصف علی زرداری ته “دوه هېوادونو ، جړواں پارکس” په منصوبے هم بریفنګ وركړې شو چې ترمخه ئې د ازبکستان په مرسته جوړ انډسټریل پارك ویئرهاؤس نه تر ویئرهاؤس 72 ساعتونو كشې ترسیل سهولت وركوي۔ده ته ووئيل شول چې کرغزستان په مرسته يو بل صنعتی پارك هم جوړيدونكې كوم به چې آټوموټیو اسمبلی او ایل ای ډی مصنوعات جوړوي۔ صدر مملکت سره سینیټر سلیم مانډوی والا، صوبائی وزیر سید ناصر حسین شاه، پاکستان او چين سفیران هم موجود وو۔







