اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) سول جج جوډیشل مجسټریټ احمد شهزاد ګوندل قومی خبر رسني ادارے "اے پي پي" كښې میګا کرپشن کیس په لړ كښې نيولې شوي 7 ملزمان د نورو درې ورځو جسمانی ریمانډ لپاره وفاقی تحقیقاتی ادارے (ایف آئی اے) ته سپارلې دي۔د خالي په ورځ د سماعت په مهال اېف آئی اے ملزمان عدالت ته وړاندې كولو سره د هغوې په ضد مالی بے …
اسلام آباد،قومی خبر رسني ادارے اے پي پي كښې میګا کرپشن کیس كښې نيولې شوي 7 ملزمان د نورو درې ورځو لپاره په جسمانی ریمانډ اېف آئی اے ته وسپارلې شول

مزید خبریں
اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) سول جج جوډیشل مجسټریټ احمد شهزاد ګوندل قومی خبر رسني ادارے “اے پي پي” كښې میګا کرپشن کیس په لړ كښې نيولې شوي 7 ملزمان د نورو درې ورځو جسمانی ریمانډ لپاره وفاقی تحقیقاتی ادارے (ایف آئی اے) ته سپارلې دي۔د خالي په ورځ د سماعت په مهال اېف آئی اے ملزمان عدالت ته وړاندې كولو سره د هغوې په ضد مالی بے ضابطګیوں، جعلی ووچرز او اختیارات ناجائز استعمال په شان سنګین الزامات تفصیلات وړاندې كړې شول۔د اېف آئی اے تفتیشی افسر محمد جنید عدالت ته ووئيل نيولې شوي ملزمان غواث خان، ادرېس چوهدری، عمران منیر، طاهر ګھمن، ساجد علی وړائچ، اظهر فاروق او خرم شهزاد د اے پي پي اکاؤنټ په اړه سختي مالی بے ضابطګۍ كړي۔ده ووئيل دغه ملزمانو د اے پي پي هالی ډے ان اکاؤنټس د لارې کروړونو روپو غیر قانونی ټرانزیکشنز کړې۔اېف آئی اے له مخې ملزمانو پراویډنټ فنډ ( پی ایف) په شان محفوظ سکیم روپۍ هم د مجاز اتھارټی منظورۍ نه غير وېستلي او بېل اکاؤنټس ته ئې منتقل کړې،دغسې د ریکارډ برآمدګی او نور شريك ملزمانو شناخت لپاره جسمانی ریمانډ ته اړتيا ده،استدعا شوې چې ملزمان دې د 11 ورځو په جسمانی ریمانډ ایف آئی اے ته وسپارلې شي۔د سماعت په مهال د اے پي پي وكيلانو روحیل اصغر ایډووکیټ او حسنین حیدر تھهیم ایډووکیټ مؤقف اختیار کړې چې ملزمانو جعلی ووچرز جوړولو سره آډټ عمل ته هم زيان رسولې چې ورسره تقریباً يو ارب روپۍ په غیر قانونی توګه وېستلے شوي۔وکیل حسنین حیدر تھهیم عدالت ته ووئيل د اے پي پي تقریباً 850 ملازمانو مجموعی مياشتنيزه تنخاه څلور نيم كروړه روپۍ جوړيږي خو د دغې مياشت په مهال ملزمانو د تنخاګانو په لړ كښې 11 نيم كروړه روپۍ ټرانسفر کړې۔ملزم ادریس چوهدری وکیل ایډووکیټ کاشف ګورسی ووئيل حقیقی بینیفیشری هغه درې كسان دې د كومو اکاؤنټس كښې چې 15 كروړه روپۍ منتقل کړې شوي چې پكښې ارشد مجید چوهدری، اظهر فاروق او غلام مرتضیٰ شامل دي۔د سماعت په مهال د ملزم طاهر ګھمن وکیل عدالت ته ووئيل اصل بینیفشری ملزم ارشد مجید چوهدری ،ملزم اظهر فاروق او ملزم ساجد وړائچ دې۔عدالت د ډلو دلائل مکمل بشپريدو نه پس ملزمان جسمانی ریمانډ كښې درې ورځي توسیع کولو سره هغوې ایف آئی اے ته وسپارل۔دا خبره دې ياده وي چې د تير سماعت په مهال هم عدالت دغه ملزمان په درې ورځني جسمانی ریمانډ ایف آئی اے ته سپارلې وو۔دا معامله هغه وخت رامخې ته شوې كله چې ایف آئی اے په اے پي پي كښې مالی بے ضابطګیو او يو ارب 20 کروړه روپو ښكاره کرپشن په شکایات د 16 ملزمانو په ضد مقدمه درج کړې۔پلټنو په مهال ځيني مهم شواهد، جعلی ووچرز او غیر مجاز بینك ټرانزیکشنز انکشاف شوې۔د ادارے مالیاتی سالمیت او سرکاری فنډز ناجائز په استعمال ملازمانو سخت تشویش لري۔







