لاهور 20 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ،پرمختګ او خصوصی اقدامات وفاقی وزیر پروفیسر احسن اقبال وئيلي چې پاك سعودی دفاعی لوظنامه به د سيمي پرمختګ لپاره ګیم چینجر ثابت شي، د پاكستانی انجینئران د هېواد اصل معمار دې او د هېواد په پرمختګ كښې په زړه پورې كردار لري،د پاكستان دفاع ناقابلِ تسخیر ده د كومي كريډټ چې انجینئرانو ته هم ترلاسه دے،تير وخت په شان پاك چین …
د هېواد په پرمختګ كښې انجینئران په زړه پورې كردار لري، پاك سعودی دفاعی لوظنامه به د سيمي لپاره ګیم چینجر ثابت شي۔وفاقی وزیر پروفیسر احسن اقبال

مزید خبریں
لاهور 20 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ،پرمختګ او خصوصی اقدامات وفاقی وزیر پروفیسر احسن اقبال وئيلي چې پاك سعودی دفاعی لوظنامه به د سيمي پرمختګ لپاره ګیم چینجر ثابت شي، د پاكستانی انجینئران د هېواد اصل معمار دې او د هېواد په پرمختګ كښې په زړه پورې كردار لري،د پاكستان دفاع ناقابلِ تسخیر ده د كومي كريډټ چې انجینئرانو ته هم ترلاسه دے،تير وخت په شان پاك چین اقتصادی راهداری (سی پیك) د لارې به د پرمختګ لاري پرانستلے شي دغسې اوسني پاك سعودی لوظنامه به هم يوه كاميابي ثابت شي،معركه حق په وجه نړۍ كښې د پاكستان نامه دنګه شوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ فیډریشن آف انجینئرنګ انسټی ټیوشنز آف پاكستان كښې دستوري ته وينا كښې وكړه۔پروفیسر احسن اقبال ووئيل معركه حق نه پس به اوس پاكستان له معركه پرمختګ او انوویشن كښې كاميابي ترلاسه كول وي،كه مونږ د يو ميټر په ځائې يو زر میټره زغل كښې بريالي شوې يو نو دې لپاره به معیشت قوي كول او خبل مصنوعات نړيوال معیار ته رسول وي۔ده ووئيل پاكستان د ټیكنالوجی په ميدان كښې مخ په وړاندې بوتللو ذمه واري هم په انجینئرانو راځي، موسمیاتی بدلون زيان څخه بچ كولو، واټر سكیورټی او فوډ چین تحفظ لپاره هم د انجینئرانو كردار بنیادی اهمیت لري۔ وفاقی وزیر ووئيل مونږ له به خپل معیشت داسې قوي كول وي چې موسمیاتی بدلونونو زيان كم شي۔د بنګله دېش مثال وركولو سره ده ووئيل هر كال هلته د قدرتی آفتونو راتللو باوجود د زيانونو شرح كمه ده لهذا پاكستان كښې هم هغه ماډل خپلولو ته اړتيا ده۔







