اسلام آباد 19 ستمبر(اے پی پی)د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئيلي دي حكومت د بجلۍ پاك او مسابقتي ماركيټ جوړولو له عزم لري٬ Competitive Trading Bilateral Contracts Market(سي ټي بي سي ایم) اصلاحات د پاكستان د توان د سباؤن ضمانت دے۔د توان ضروريات پوره كولو لپاره اصلاحات كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ اسلام آباد كښې د سي ټي بي سي ايم سټيك …
حكومت د بجلۍ مسابقتي ماركيټ جوړولو له عزم لري۔د توان وفاقي وزير
اسلام آباد 19 ستمبر(اے پی پی)د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئيلي دي حكومت د بجلۍ پاك او مسابقتي ماركيټ جوړولو له عزم لري٬ Competitive Trading Bilateral Contracts Market(سي ټي بي سي ایم) اصلاحات د پاكستان د توان د سباؤن ضمانت دے۔د توان ضروريات پوره كولو لپاره اصلاحات كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ اسلام آباد كښې د سي ټي بي سي ايم سټيك هولډر وركشاپ ته ورچوئل خطاب كښې وكړه ۔سردار اويس احمد خان لغاري ووئېل د تجديد وړ او ماحول دوست توان ذريعو څخه استفاده كوو دغسې چې په مجموعي توګه ماحول هم ښه شي او د پاك توان ذريعو څخه د قام د بجلۍ ضرورت هم پوره شي٬د صنعت ودې او روزګار موقعو ته هم خاص پام لرنه شوې٬ 800 ميګاواټ وهيلنګ ډيمانډ لپاره آكشن فريم ورك معارفي كوو۔ده ووئيل سي ټي بي سي ايم د كلونو منصوبې بندۍ نتيجه ده٬د دې څخه به شفافيت٬كاركردګي او مسابقت ته وده ترلاسه شي او پاور سيكتر كښې به سرمايه كاري زياته شي۔وفاقي وزير ووئيل پاور سيكټر كښې اصلاحات د نړيوال معيار له مخې دي٬صارفين ته به حقيقي انتخاب او سپيځلې ماركيټ وركولې شي٬لويې صنعتي صارفين به د وِهیلنګ انتظامات څخه نيغ په نيغه مستفيد شي او برآمدي څانګو ته به ارزان او د تجديد وړ توان ترلاسه شي۔د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري ووئيل اصلاحات د معيشت او اولسي خېرښېګړی لپاره ضروري دي ٬د سټيك هولډرز شموليت سپيځلي ماركيټ لپاره مهم دے٬اصلاحات د مشاورت او شراكتدارۍ په اصول مخ په وړاندې ځي۔اويس احمد خان لغاري ووئيل چحكومت به آئي ايس ايم او او نيپرا ته مرسته وركوي۔










