اسلام آباد 19 ستمبر(اے پی پی)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار ته د مصر خارجه وزير ډاكټر بدر عبدالعاطي ټېليفون وكړو او د پاكستان او سعودي عرب په سټريټجك دفاعي لوظ نامه يې مباركي وركړه۔د خارجه دفتر وياند لخوا د جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ته تېر ماښام د مصر خارجه وزير ډاكټر بدر عبدالعاطي ټېليفون وكړو ۔ډاكټر …
نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار ته د مصر خارجه وزير ډاكټر بدر عبدالعاطي ټېليفون٬پاكستان او سعودي عرب ته په سټريټجك دفاعي لوظ نامه مباركي
اسلام آباد 19 ستمبر(اے پی پی)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار ته د مصر خارجه وزير ډاكټر بدر عبدالعاطي ټېليفون وكړو او د پاكستان او سعودي عرب په سټريټجك دفاعي لوظ نامه يې مباركي وركړه۔د خارجه دفتر وياند لخوا د جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ته تېر ماښام د مصر خارجه وزير ډاكټر بدر عبدالعاطي ټېليفون وكړو ۔ډاكټر بدر عبدالعاطي پاكستان او سعودي عرب ته په سټريټجك دفاعي لوظ نامه مباركي وركولو سره دا لوظ نامه قوي شراكتداري٬باور او د مرستې يو مهم سنګ ميل وګرځوله ۔دواړو لارښودو په سيمه ايزو او نړيواله كچه په بېلو حوالو په شوي پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او د امن٬استحكام او اقتصادي پرمختګ اهميت يې رامخې ته كړو ۔دواړو د ګڼ اړخيزې مرستې عزم سره ووئېل راتلونكې اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 80مې غونډې په موقع جامع خبرو اترو ته منتظر يو۔










