د چين-پاكستان ډونكي انډسټري ډوېلپمنټ فورم تر سيوري لاندې فورم

اسلام آباد18 ستمبر(اے پي پي ) د چين-پاكستان ډونكي انډسټري ډويلپمنټ فورم تر سيوري لاندې د "موقعو شراكت ٬ دج سباؤن كاميابي"په موضوع فورم وشو چې پكښې د دواړو هېوادونو ګڼ شمېر پوهانو٬سكالرز٬صنعت كارو او سركاري عهديدارو ګډون وكړو۔دا فورم د چين چيمبر آف كامرس ان پاكستان او د سانګ يانګ انډسټريل(بيجنګ)ډلې كمپنۍ لميټډ په اشتراك د چين سفارتخانې او د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت پاكستان په مشرۍ …

اسلام آباد18 ستمبر(اے پي پي ) د چين-پاكستان ډونكي انډسټري ډويلپمنټ فورم تر سيوري لاندې د “موقعو شراكت ٬ دج سباؤن كاميابي”په موضوع فورم وشو چې پكښې د دواړو هېوادونو ګڼ شمېر پوهانو٬سكالرز٬صنعت كارو او سركاري عهديدارو ګډون وكړو۔دا فورم د چين چيمبر آف كامرس ان پاكستان او د سانګ يانګ انډسټريل(بيجنګ)ډلې كمپنۍ لميټډ په اشتراك د چين سفارتخانې او د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت پاكستان په مشرۍ كښې وشو ۔پرانستې غونډې ته خطاب كولو په مهال د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت سېكرټري عامر محي الدين٬د چين سفارتخانې ناظم الامور شي يوان چيانګ او نورو خاص مېلمنو ډونكي انډسټري د زرعي معيشت يو مهمه څانګه وګرځوله ۔مقررينو زور راوړو چې دا صنعت معياري٬پائيدار٬برانډډ او په صنعتي خطوط دې اډانه كړے شي۔د فورم په مهال بېلې موضوعاتي غونډې وشوې چې پكښې د ډونكي جينياتي وسائلو تحفظ٬صحت مند افزائش٬ په بائي پروډكټس كارونه ٬ډيجيټل ټېكنالوجي او د ماركيټنګ حكمت عملو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت د ډونكي انډسټري د برآمدي لوظ نامو او د ريګوليټري فريم ورك اعلان وكړو او د چين چيمبر آف كامرس ان پاكستان”ډنكي انډسټري سليف ريګولېشن ډيكلرېشن”جاري كړو چې پكښې په قوانين عمل٬ د پائيدارۍ ٬ د ځايې كلتور احترام او د خواري كښو د حقونو باور وركړے شو ۔د فورم په مهال عملې مرستې لپاره په ګڼ شمېر لوظ نامو او په مفاهمتي يادښتونو هم لاس ليك وكړے شو چې پكښې چين-پاكستان ډنګي انډسټري انووېشن جوړولو لپاره د جوائنټ ليبارټري او بېلو پوهنتونونو او ادارو ترمينځه همكاري شامله ده ۔ګډون كونوكو د دې عزم څرګندونه وكړه چې د شريكو هڅو د لارې به ډنكي انډسټري جديد او كلي والې خوشحالۍ له مرستياله څانګه جوړولې شي دغسې چې د پاكستانو كردونګرو په آمدن كښې اضافه اوشي او د دواړو هېوادونو اولس ته ښه معاشي موقعې ترلاسه شي۔