اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) خزانې لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ ته وئيلي شوي دي پاکستان کيش ليس معيشت پلو روان دے، تر جون كال 2026 د وفاقي ٬ صوبائي او د ځائي حكومتونو ټولو ادائيګو پشمول سرکاري ادارې د ډيجيټل كولو منصوبه ده، سټېټ بېنك به د ډيجيټل ادائيګو جديد، محفوظ او جامع نظام جوړولو لپاره ټولو شراكتدارو سره مرسته روانه ساتي، په غونډه كښې د …
پاکستان کيش ليس معيشت پلو روان دے، تر جون كال 2026 د وفاقي ٬ صوبائي او د ځائي حكومتونو ټولو ادائيګو پشمول سرکاري ادارې د ډيجيټل كولو منصوبه ده٬ د سټېټ بېنك ګورنر خزانې لپاره قائمه كمېټۍ ته بريفنګ
اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) خزانې لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ ته وئيلي شوي دي پاکستان کيش ليس معيشت پلو روان دے، تر جون كال 2026 د وفاقي ٬ صوبائي او د ځائي حكومتونو ټولو ادائيګو پشمول سرکاري ادارې د ډيجيټل كولو منصوبه ده، سټېټ بېنك به د ډيجيټل ادائيګو جديد، محفوظ او جامع نظام جوړولو لپاره ټولو شراكتدارو سره مرسته روانه ساتي، په غونډه كښې د سټېټ بېنك ګورنر جميل احمد كمېټۍ ته په هېواد كښې د ډيجيټل ادائيګو نظام په اړه بريفنګ وركړو چې پكښې موجوده انفراسټرکچر، پيشرفت او په ځانګړو رجحانات رڼا واچولې شوه ۔ ده ووئيل پاکستان کيش ليس معيشت پلو روان دے، تر جون كال 2026 د وفاقي ٬ صوبائي او د ځائي حكومتونو ټولو ادائيګو پشمول سرکاري ادارې د ډيجيټل كولو منصوبه ده٬خزانې لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه د سيد نويد قمر په مشرۍ كښې وشوه ۔ په دې موقع د سټېټ بېنك ګورنر د بريفنګ په مهال ووئيل د مشرق بينك ډيجيټل آپريشنز په پاکستان كښې كاميابۍ سره لانچ شوے كوم چې يوازې په 12 مياشتو كښې بشپړ شوے او د نړۍ په نورو هېوادونو كښې په دې په عمومي توګه 5 كاله لګي، او د دې ګلوبل مډل آفس اوس په پاکستان كښې جوړ دے۔ په غونډه كښې د ډاکټرنفيسه شاه لخوا وړاندې كړے کارپوريټ سوشل رسپانسبيلټي بل 2025 باندې غور وشو او د تفصيلي غور نه وروستو چيئرمېن بل اتفاق لپاره د خزانې وزيرمملكت٬ ډاكټر نفيسه شاه٬ د كمېټۍ غړي زيب جعفر،د خزانې سيکريټري ته د سيکورټيز اينډ ايکسچينج کميشن آف پاکستان چيئرمېن سره د مشاورتي غونډې كولو سپارښتنه وكړه۔ په دې موقع د خزانې وزيرِ مملکت كمېټي د وزيراعظم د کيش ليس اقدام په اړه خبر كړه د كوم معاونت لپاره چې درې ذيلي كمېټئ جوړې كړې شوي كومې چې په ډيجيټل ادائيګو كښې جدت او د اختراع په حواله كار كوي٬ كمېټۍ د سباون په لائحه خبرې وكړي او مالي شموليت، سپېځلتيا او په معاشې پرمختګ كښې يې د ډيجيټل مالياتي خدمات په كردار رڼا واچوله۔ په غونده كښې د نوې اي وهيكل په پاليسۍ بريفنګ تر بلې غونډې موخر كړے شو٬ په غونډه كښې د تېرې غونډې د منټس منظوري هم وركړې شوه۔ په غونده كښې رانا ارادت شريف خان، علي زاهد، ډاکټر نفيسه شاه، زيب جعفر، حنا رباني کھر، شرميلا فاروقي هاشم، مرزا اختيار بيګ، محمد جاويد حنيف خان، محمد عثمان اوېسي،، شاهده بيګم، د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني، د خزانې سيکرټري، د اېف بي آر چيئرمېن ٬ د اېس اي سي پي چيئرمېن او د خزانې وزارت او د ريونيو ډويژنز چارواكو ګډون وكړو ۔










