ارومچي ۔ 18 اګست (اے پي پي ) صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلې دي پاك چين دوستي ځانګړې ٬ د وخت اومائېلې او د پاكستان د خارجه پالسېۍ بنياد ده ٬ پاكستان د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ په ضد به چين سره په ګډه كار روان ساتي او د زراعت ٬ مينو فېكچرنګ ٬ لائيو سټاك ٬ صنعت او د نوې ټېكنالوجيز په څانګو كښې مرستې ته به …
پاك چين دوستي ځانګړې ٬ د وخت اومائېلې او د پاكستان د خارجه پالېسۍ بنياد دے ٬ پاكستان به د ترهه ګړۍ او انتها خوښۍ په ضد چين سره كار روان ساتي٬ صدر آصف علي زرداري
ارومچي ۔ 18 اګست (اے پي پي ) صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلې دي پاك چين دوستي ځانګړې ٬ د وخت اومائېلې او د پاكستان د خارجه پالسېۍ بنياد ده ٬ پاكستان د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ په ضد به چين سره په ګډه كار روان ساتي او د زراعت ٬ مينو فېكچرنګ ٬ لائيو سټاك ٬ صنعت او د نوې ټېكنالوجيز په څانګو كښې مرستې ته به پراختيا وركوي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ نه د زيارت په ورځ جاري بيان تر مخه دا خبره صدر آصف علي زرداري په ارومچي سنكيانك د اويغور خود مختاره سيمې د كميومنسټ پارټي سېكرټري جنرل شيالو جيانګ سره ملاقات كښې وكړه۔ په دې مهال د سنكيانګ او د اويغور د خود مختاره سيمې ګورنر اركن تونياز هم موجود ؤ ۔ د كميونسټ پارټي سېكرټري جنرل د صدر تود هر كلے وكړو او د صدر زرداري په 2011 كښې ارومچې ته يو نندارتون ته د راتګ ذكر يې وكړو۔ هغه د صدر سږ كال فرورۍ كښې د بيجنګ دورې هم ذكر وكړو چرته چې ده د صدر شي جن پنګ سره ملاقات كړے ؤ او بېلو څانګو كښې لوظنامو او د مفاهمت په يادښتونو يې لاس ليك دستوره كښې ګډون كړے ؤ ۔ هغه د وزيراعظم شهباز شريف د چين په اوسنۍ دوره هم رڼا واچوله كومه چې د شنګهائي مرستې تنظيم (اېس سي او) د سر مشريزې غونډې او د چين انقلاب د بريا په 80 مه سالګره كښې د ګدون لپاره وه چې پكښې د صنعت ٬ زراعت ٬ كان كندلو او نورو څانګو كښې د اربونو ډالرو د لوظ نامو سره د سي پيك په دويم پراؤ رفتار ګرندے كړے شو۔ د ګوند سېكرټري په دې خبره زور راوړو چې سنكيانګ اوس د خوشحالۍ ٬ د ټولنې استحكام او د تل پاتي امن مركز جوړ شوے ٬ د كوم جي ډي پي چې 6 ۔5كهرب يو آن نه زياته ده۔ هغه ووئېل دا منطقه د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ جرړو ويستلو سره د كر كېلې او د څارو د پالنې په څانګو كشې ترقي كوي ۔ هغه دا هم ووئېل د بلوچستان ګورنر او د ګلګت بلتستان وزيراعلې په اوسنو كښې د سنكيانګ دوره كړې وه ۔ چن شيالوجيانګ ووئېل د پاكستان او چين تر مينځه د سسټر سټي 8 لوظنامې موجود دي چې پكښې د ارومچي او پیښور لوظ نامه هم شامله ۔ هغه ووئېل سنكيانګ د پاكستان سره د حكومت نه حكومت ته (جي ټو بي) په خاص توګه كركېلې٬ د څاروو ساتلو ٬ او د صنعت په څانګو كښې د مرستې پراحتيا غواړي۔ هغه باور وركړو چين او پاكستان دواړه هېوادونه د ترهه ګرو ډلو خلاف د عدم برداشتبرقرارساتي او د سېكورټي او ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د مرستې پخلے يې وكړو۔ صدر آصف علي زرداري ووئېل زه يو ځل بيا د سنكيانګ دوره كوم او زه د چين اولس په يووالي او د منطقې په ترقۍ ډېر حوشحاله يم۔ ده پخلے وكړو چې پاك چين دوستي ځانګړې ده ٬ د وخت ازمائېلې ده او د پاكستان د خارجه پاليسۍ بنياد ده۔ صدر ممكلت ووئېل پاكستان به د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ په ضد د چين سره په ګده كار روان ساتي او د صنعت ٬ مينو فېكچرنګ ٬ لائيو سټاك او د نوې ټاېكناجيز په څانګو كښې مرسته پراخه كول غواړي۔ صدر هيله څرګنده كړه چې د سنكيانګ او د پاكستان شمالي سيمو تر مينځه زياتېدونكې اړيكې به د كلتور او معاشي رشتې قوي كړي ۔ صدر ووئېل زه د هغې ورځې په طمعه يم چې دواړه هېوادونه د سرګ د لارې په اسانۍ سره يو بل ته لړ راشي ۔ د سنكيانګ په سي پيك كښې د كردار ذكر كولو سره صدر مملكت د صنعتي او زرعي مرستې د زياتولو ترغيب وركړو او په ګلګت بلتستان كښې د خاص اقتصادي زونز د صلاحيت يې خواله وركړه۔ ده د سنكيانګ اولس ته د پاكستان د شمالي سيمو د دورې كولو بلنه وركړه او په دې خبره يې زور راوړو چې پاكستان به عمر له د چين تر ټولو زيات د باور وړ ملګرے او دوست وي۔ د ملاقات نه وروستو د صدر او د پلاوي په درناوي كښې د ماخوستن مېلمستيا وركرې شوه۔ په دې مهال د سنده وزيران او د پاكستان سفير هم موجود وو۔










