اسلام آباد۔18ستمبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب په سوريه كښې د وضعې په ښه كدېو او د ژوند معمولات دمه په دمه په بحالېدو د اطمينان څرګندونې كولو سره هيله لرلې ده چې د امريكائي بندېزونو له ختمېدو څخه وروستو به سوريه يو وارې بيا په نړيوال نظام كښې فعاله كردار ترسره كړې شي او سرمايه كارۍ او دوه اړخيزه تجارت لپاره به نوې موقعې رامخې ته …
د پاكستان او سوريه اولس يو بل سره د مينې او خواخوږۍ په خپلولو تړلي دي: د خزانې وزير اورنګزيب د سوريه وزير سره خبرې
اسلام آباد۔18ستمبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب په سوريه كښې د وضعې په ښه كدېو او د ژوند معمولات دمه په دمه په بحالېدو د اطمينان څرګندونې كولو سره هيله لرلې ده چې د امريكائي بندېزونو له ختمېدو څخه وروستو به سوريه يو وارې بيا په نړيوال نظام كښې فعاله كردار ترسره كړې شي او سرمايه كارۍ او دوه اړخيزه تجارت لپاره به نوې موقعې رامخې ته شي٬ د پاكستان او سوريه اولس يو بل سره د ژورې مينې او خواخوږۍ په خپلولو تړون لري۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ په پاكستان كښې د سوريه سفير ډاكټر رميز الراعي سره ملاقات كښې وكړه۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او په خاص توګه د پاكستان او سوريه ترمينځه د پخوانو اړيكو په لا مضبوطولو خبرې وشوې ٬ دغسې د دوه اړخيزه مرستې نوو موقعو لټولو جاج هم واغستلے شو۔ د خزانې وزير د سوريه سفير ته پخېر راغلے وئيلو سره په سوريه كښې د وضعې په ښه كېدو او په دمه دمه د ژوند معمولات په بحالېدو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده هيله څرګنده كړه چې د امريكې لخوا د بندېزونو ختمېدو وروستو به سوريه يو وارې بيا په نړيوال نظام كښې فعاله كردار ترسره كړي او سرمايه كارۍ او د دوه اړخيزه تجارت لپاره به نوې موقعې رامخې ته شي۔ د خزانې وزير د هرې ممكنه مرستې باور وركولو سره ووئيل د پاكستان او سوريه اولس يو بل سره د ژورې مينې او خواخوږۍ په خپلولو تړون لري۔ د سوريه سفير ووئيل په پاكستان كښی نزدې درې كاله خذمات ترسره كولو څخه وروستو زه دا هېواد خپل دويم كور ګڼم۔ ده ووئيل زه ځان يوازې د سوريه سفير نه بلكې پاكستان سره خواخوږي لرونكے هم ګڼم څوك چې د دواړو هېوادونو د ورورولۍ تاريخي اړيكو ته د لا ودې وركولو هڅې كوي۔ ده د اسرائيلي جارحيت څخه وروستو د سوريه په بشپړه سياسي او سفارتي ملاتړ د پاكستاني حكومت ٬ وزيراعظم شهباز شريف او د پاكستان د سياسي مشرتابه مننه وكړه۔ دغسې ده د سوريه اولس سره د يووالي په څرګندونه د پاكستاني اولس مننه هم وكړه۔ ده په خاص توګه د كال 2023 سختې زلزلې څخه وروستو د پاكستان لخوا د لېږلې شوې مرستې سامان حواله وركړه۔ سفير د دې عزم پخلے وكړو چې هغه به د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت او كاروباري اړيكو ته ودې وركولو له به خپلو هلو ځلو ته دوام وركړي۔ ده د سركاري او كاروباري پلاويو د تبادلې لا زياتولو په اهميت زور راوړو دغسې چې اقتصادي اړيكو سره سره اولس رابطې هم مضبوطې كړې شي۔ دواړو اړخونو په دې موقع د پاكستان او سوريه ترمينځه د ملګرتيا اړيكې لا مضبوطولو او اولسي خېر ښېګړې له د شريكو هڅو روانې ساتلو له د خپل عزم پخلے وكړو










