اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د پولينډ سفير سره د لوړې كچې ملاقات كښې د زراعت په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو٬ د پاكستان زرعي برآمدات كښې په زياتوالي او سينيټري او فائټوسينيټري (اېس پي اېس) تقاضو په مسئلو تفصيلي خبرې كړي ۔ د فوډ سيكورټي اېنډ ريسرچ وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې …
وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره د پولېنډ سفير ملاقات
اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د پولينډ سفير سره د لوړې كچې ملاقات كښې د زراعت په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو٬ د پاكستان زرعي برآمدات كښې په زياتوالي او سينيټري او فائټوسينيټري (اېس پي اېس) تقاضو په مسئلو تفصيلي خبرې كړي ۔ د فوډ سيكورټي اېنډ ريسرچ وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې وفاقي وزير په اروپا كښې د پولينډ په مهم زرعي پېداوار كردار رڼا واچوله كوم چې په نړۍ كښې د شړشم په برامدات كښې دوېم او د مڼې په برامدات كښې په درېم لمبر دے٬ د دې نه علاوه غنم٬ اوربشې٬ چقندرِ٬ شكر، تماكو، ميوې او د الوګانو په پېداوار كښې هم ځانګړې كردار لري۔ ده زور راوړو چې پاكستان او پولېنډ د غلې٬ ميوو٬ لائيوسټاك او فوډ پروسيسنګ په څانګو كښې شريكې مرستې سره زياته ګټه ترلاسه كولې شي۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔










