بينظير انكم سپورټ پروګرام مستحقينو له د خوندي ٬ سپيځلي او آسان ادائيګۍ نظام باوري كولو عزم لري: سينيټر روبينه خالد

اسلام آباد۔18ستمبر(اے پی پی) د بېنظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سېنېټر روبینه خالد وئيلي دي بينظير انكم سپورټ پروګرام مستحقينو له د خوندي ٬ سپيځلې او آسان ادائيګۍ نظام باوري كولو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ په بي آئي اېس پي هېډكوارټرز كښې د يوې مهمې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ سېنېټر روبینه خالد ووئيل د صدرِ مملكت هدايت او د وزيراعظم د …

اسلام آباد۔18ستمبر(اے پی پی) د بېنظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سېنېټر روبینه خالد وئيلي دي بينظير انكم سپورټ پروګرام مستحقينو له د خوندي ٬ سپيځلې او آسان ادائيګۍ نظام باوري كولو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ په بي آئي اېس پي هېډكوارټرز كښې د يوې مهمې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ سېنېټر روبینه خالد ووئيل د صدرِ مملكت هدايت او د وزيراعظم د وژن له مخې د بي آئي اېس پي د ادائيګۍ سپېځلي او عصري نظام خپلولو عزم لرو۔ په غونډه كښې مستحقينو لپاره د نغدو وېشلو لپاره د عصري نظام جوړولو اقدامات بشپړ جاج واغستلے شو۔ د دې اقدام مقصد د ګرد هېواد د لكھونو په شمېر مستحقينو لپاره د مالي مرستې وېش محفوظ ٬ سپېځلې او آسانول دي۔ په غونډه كښې چیف کمرشل آفیسر ون لنک اېم بشیر خان، کارانداز ډلې ، ایډیشنل سېکرټری بي آئي اېس پي او ټولو ډي جيز ګډون وكړو۔