ماحولياتي بدلون لويه مسئله ده٬ د خلاصي لاره د سيرتِ نبويؐ په پېروۍ كښې ده۔ ډاکټر خالد مقبول صديقي

اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي وئيلي دي د اوسني دور د ټولو نه لويه مسئله د ماحولياتي بدلون ده او دې حل د سيرتِ نبويؐ په پېروۍ كښې ممكن دے۔ دا خبره په ګورنمنټ انسټيټيوټ آف آرټ اينډ ډيزائن ايف اليون ون كښې دوېم كلن سيرت فيسټيول د پائې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل …

اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي وئيلي دي د اوسني دور د ټولو نه لويه مسئله د ماحولياتي بدلون ده او دې حل د سيرتِ نبويؐ په پېروۍ كښې ممكن دے۔ دا خبره په ګورنمنټ انسټيټيوټ آف آرټ اينډ ډيزائن ايف اليون ون كښې دوېم كلن سيرت فيسټيول د پائې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د رحمت للعالمينؐ په تعليمات كښې د انسانيت د ټولو مسئلو حل موجود دے ٬ مونږ له به د نبي کريم صلي الله عليه وآله وسلم سيرت د مشن په توګه خپلول وي او هم دا د خلاصي اخري لاره ده۔ په دې موقع ډاکټر خالد مقبول صديقي د دستورې په تابيا انتظاميه له مباركي وركولو سره ووئېل دا اداره نه يوازې د نوم اتھارټي ده بلكې يو قامي مشن سره تړون لري۔ په دې موقع وفاقي وزير تجويز وركړو چې په سيرت النبيؐ شوي تحقيق او سفارشات ته عملي شكل وركولو لپاره دې جلا ډله جوړه كړې شي كومه چې په دې نكاتو عمل درامد باوري كړي۔ وفاقي وزير په فيسټيول كښې په ځانګړې كاركردګۍ د زده كوونكو انجونو ستائنې كولو سره ووئيل د 80 نه تر 90 فيصده اېوارډز انجونو ترلاسه كړي كوم چې د دې خبرې ثبوت دے چې انجونه د تعليم او فنون په مېدان كښې ځانګړے مقام ترلاسه كوي٬ اوس وخت دے چې په ټولنه كښې هم دوي لپاره نورې موقعې راپېدا كړې شي۔ په پائي كښې وفاقي وزير دا هيله څرګنده كړه چې دا سيرت فيسټيول د يو نوي مشن پېل دے او حكومت به دا مشن عملي كولو له بشپړه مرسته كوي۔