اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي پاکستان مالديپ سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري كومې چې د خېرسګالۍ په جذبات، باور او په اسلامي ورورولۍ اډانه دي۔ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په ايوان صدر كښې د مالديپ د عوامي مجلس سپيکر عبدالرحيم عبدالله په مشرۍ كښې …
د پاکستان او مالديپ ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې اړيكو ته پراختيا وركولو ته ضرورت دے۔ سيد يوسف رضا ګيلاني
اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي پاکستان مالديپ سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري كومې چې د خېرسګالۍ په جذبات، باور او په اسلامي ورورولۍ اډانه دي۔ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په ايوان صدر كښې د مالديپ د عوامي مجلس سپيکر عبدالرحيم عبدالله په مشرۍ كښې پلاوي سره په ملاقات كښې كړې٬ د پلاوي په غړو كښې محمد شاهد، حسني مبارك، يوسف نشيد او عبدالله شازيم شامل وو۔ لنډ مهاله صدر ووئيل دواړه هېوادونه په شريك باور او مشتركه اقدارو اډانه اړيكې لري۔ سيد يوسف رضا ګيلاني د تجارت، سېلګرۍ، تعليم، صحت، د ځوانانو ترقۍ، موسمياتي مرستې او د دفاع پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د اړيكو د پراختيا په ضرورت زور راوړو۔










