وزيراعظم شهباز شريف خضدار كښې د فتنة الهندوستان په ضد په كامياب عملياتو د امنيتي ځواكونو ستائنه وكړه

لندن 18 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان په ضلع خضدار كښې د فتنة الهندوستان په ضد په كامياب عملياتو د امنيتي ځواكونو ستائنې كولو سره وئيلي دي د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به جنګ روان ساتو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د عملياتو په مهال فتنة الهندوستان د څلور ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو …

لندن 18 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان په ضلع خضدار كښې د فتنة الهندوستان په ضد په كامياب عملياتو د امنيتي ځواكونو ستائنې كولو سره وئيلي دي د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به جنګ روان ساتو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د عملياتو په مهال فتنة الهندوستان د څلور ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د افسرانو او اهلكارو د وظيفائي صلاحيت ستائنه كړې۔ ده ووئيل د ترهګرۍ لعنت تر بشپړه خاتمې به جنګ روان ساتو٬ د خوږ هېواد د حفاظت غېر متزلزل عزم كښې زما پشمول ټول قام پاك پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔