اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه وئيلي دي چې حكومت په هېواد كښې غېر ملكي سرمايه كاري زياتولو لپاره معاشي او د ريګوليټري اصلاحاتو عزم لري، خاص اقتصادي زونز دې منظم او په موثره ډول زر تر زره عملي كړې شي، خاص اقتصاي زونز د معاشي لائحې يوه اهمه برخه ده۔ وفاقي وزير دا خبره د زيارت په ورځ د سرمايه کاري …
د وفاقي وزيراحد چيمه په مشرۍ كښې د سرمايه کاري بورډ د ستراتېژك روډ ميپ په اړه اهمه غونډه
اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه وئيلي دي چې حكومت په هېواد كښې غېر ملكي سرمايه كاري زياتولو لپاره معاشي او د ريګوليټري اصلاحاتو عزم لري، خاص اقتصادي زونز دې منظم او په موثره ډول زر تر زره عملي كړې شي، خاص اقتصاي زونز د معاشي لائحې يوه اهمه برخه ده۔ وفاقي وزير دا خبره د زيارت په ورځ د سرمايه کاري بورډ د ستراتېژك روډ مېپ په اړه د اهمې غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني، د سرمايه کاري بورډ سيکرټري او نورو لوړ پورو ګډون كړې۔ د غونډې بنيادي مقصد د معاشي ترقۍ رفتار ګړندې كول٬ د پاکستان د سرمايه کارۍ ماحول ښه كول او غېر ملكي سرمايه كارۍ كښې اضافې لپاره په لائحه غور او فكر كول وو۔ وفاقي وزير د سرمايه کاري بورډ لخوا د ريګوليټري اصلاحاتي پيکيج په اړه په جاري پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه٬ ده د دې اميد څرګندونه وكړه چې پاکستان به ډېر زر يو جامع ريګوليټري اصلاحاتي پيکيج تيار كړي كوم چې به سرمايه کارۍ لپاره يو ګيم چينجر ثابت شي۔










