په تعليمي ميدان كښې اصلاحات ته د پنجاب اعلې وزېره پام لرنه كوي۔ حنيف عباسي

پېنډي 18 ستمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي په تعليمي ميدان كښې اصلاحات ته د پنجاب اعليٰې وزېره پام لرنه كوي ، د ميرټ او سپېځلتيا درناوے د اعليې وزېرې دے٬ د لوي څښتن شكر دے چې د حرمين الشريفين د حفاظت ذمه داري پاکستان ته ترلاسه شوه كوم چې لويې اعزاز دے، د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه تړون د سنګ ميل حيثيت …

پېنډي 18 ستمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي په تعليمي ميدان كښې اصلاحات ته د پنجاب اعليٰې وزېره پام لرنه كوي ، د ميرټ او سپېځلتيا درناوے د اعليې وزېرې دے٬ د لوي څښتن شكر دے چې د حرمين الشريفين د حفاظت ذمه داري پاکستان ته ترلاسه شوه كوم چې لويې اعزاز دے، د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه تړون د سنګ ميل حيثيت لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د پېنډۍ په بورډ آف انټرميډيټ اينډ سيکنډري ايجوکيشن كښې د انټرميډيټ په وړومبي كال امتحان 2025 كښې پوزيشن اغستوونكو زده كوٶنكو ته د انعامات وركولو دستورې په مهال كړې۔ ده ووئيل د هېواد دفاع ناقابل تسخير ده، پاك پوځ دښمن ته ماتې وركړې٬ په سفارتي محاذ د كاميابو كرېډټ وزيراعظم شهباز شريف لري۔ په دستوره كښې صوبائي وزيرې شازيه رضوان، صوبائي غړو ضيا الله شاه، عاصمه عباسي, رفعت عباسي او فلك شير، د بورډ چيئرمين محمد عدنان خان، کنټرولر امتحانات تنوير اصغراعوان، او د تعليم څانګې زده كوٶنكو او د هغوي مور و پلار ګډون وكړو ۔ په دې موقع فاقي وزير حنيف عباسي ټولو كاميابو او پوزيشن هولډرز زده كوٶنكو او د هغوي مور و پلار له مباركي هم وركړه