اسلام آباد۔18ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د حريت كنفرنس پخواني چيئرمېن ، نوموړي كشميري لارښود پروفېسر عبدالغني بټ په مړينه د زيات غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده د پروفېسر عبدالغني بټ د كشمير آزادۍ تحريك كښی تاريخي كردار ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې او د ارواښاد كورنۍ او كشميري اولس سره يۍ د زړه …
د قامي اسمبلۍ سپيكر د حريت لارښود پروفيسر عبد الغني بټ په مړينه غمرازي ښكاره كړه
اسلام آباد۔18ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د حريت كنفرنس پخواني چيئرمېن ، نوموړي كشميري لارښود پروفېسر عبدالغني بټ په مړينه د زيات غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده د پروفېسر عبدالغني بټ د كشمير آزادۍ تحريك كښی تاريخي كردار ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې او د ارواښاد كورنۍ او كشميري اولس سره يۍ د زړه له كومي غمرازي ښكاره كړه۔ ده ووئيل د كشمير آزادۍ تحريك كښې د پروفېسر عبد الغني خذمات به تل ياد ساتلے شي۔ د پروفیسر عبدالغنی بټ په حق رسېدل د آزادۍ تحريك لپاره يو لويې زيان دے۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي










