لاهور۔18ستمبر(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفی وئيلي دي د وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عربستان دوره زياته كاميابه وه٬ په پاك سعودي عربستان دفاعي لوظنامه به د جمعې ورځ د تشكر او دعا ورځې په توګه لمانځلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ دلته کېتھډرل چرچ كښې بشپ آزاد مارشل او نورو اقليتي لارښودو سره په ګډه خبري كنفرنس ته …
په پاك – سعودي دفاعي لوظنامه به د جمعې ورځ د تشكر او دعا ورځې په توګه لمانځلې شي: طاهر محمود اشرفي
لاهور۔18ستمبر(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفی وئيلي دي د وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عربستان دوره زياته كاميابه وه٬ په پاك سعودي عربستان دفاعي لوظنامه به د جمعې ورځ د تشكر او دعا ورځې په توګه لمانځلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ دلته کېتھډرل چرچ كښې بشپ آزاد مارشل او نورو اقليتي لارښودو سره په ګډه خبري كنفرنس ته وېنا كښې وكړه۔ حافظ طاهر اشرفی ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عربستان دورې سره پاكستان ته د پاك پروردګار په فضل د حرمېن شريفېن د امنيت درناوې ترلاسه شوے ٬ په دې اړه دفاعي لوظنامه د دواړو هېوادونو د خپلې قامي سلامتيا زياتولو ٬ په منطقه او نړۍ كښې سلامتيا او امن ترلاسه كولو له د ګډ عزم عكاسي كوي۔ دې لوظنامې سره به اسلامي نړۍ قوي شي۔ ده ووئېل زمونږ لپاره دا دفاعي لوظنامه له دې كبله مقدسه ده چې په دې كښې د حرمېن شريفېن دفاع شامله ده۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شریف، فیلډ مارشل حافظ سید عاصم منیر او د سعودي ولي عهد شهزاده بن سلمان ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو او پاك پوځ ته دې مبارك وي چې هغه به د حرمېن شريف د خاورې دفاع كوي۔ په دې موقع ده د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه د دفاعي لوظنامې په ترسره كېدو د پاكستان علماﺀ كونسل تر اهتمام لاندې سبا د جمعې ورځ د تشكر او دعا ورځې په توګه د لمانځلو اعلان وكړو۔ په دې موقع صدر چرچ آف پاکستان بشپ آزاد مارشل ووئيل مسيحي ورورولۍ د پاكستان جوړېدو په وخت خپل مهم كردار ترسره كړے٬ د هېواد تعمير او پرمختګ لپاره يۍ د خپل ځان پراوه نه ده كړې۔ ده ووئيل معرکه حق سره د پاكستان نامه په ګرده نړۍ كښې روښانه شوه چې ورسره دا ثابته شوه چې د پاكستان وسله وال پوځ بشپړ صلاحيت لري او خپل ځان څخه د څلور چنده زيات دښمن په مړانه مقابله كولې شي۔










