تهران۔18ستمبر(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان د ايران د كركيلې وزير غلام رضا نوري سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د ايران او پاكستان ترمينځه د روانې زرعي همكارۍ په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د تجارت وزارت لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د زيارت په ورځ شوي ملاقات كښې دواړو اړخونو د زرعي همكارۍ جوائنټ كمېټۍ په پرېكړو عملدرآمد له د …
د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د ايران د كركيلې وزيرغلام رضا نوري سره ملاقات ٬ د كركيلې څانګه كښې د مرستې په زياتولو اتفاق
تهران۔18ستمبر(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان د ايران د كركيلې وزير غلام رضا نوري سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د ايران او پاكستان ترمينځه د روانې زرعي همكارۍ په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د تجارت وزارت لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د زيارت په ورځ شوي ملاقات كښې دواړو اړخونو د زرعي همكارۍ جوائنټ كمېټۍ په پرېكړو عملدرآمد له د خپل عزم پخلے او تېره مياشت د پاكستان د قامي غذائي تحفظ وزير دورې په مهال د رامخې ته شوي مفاهمت له مخې د كركيلې مصنوعات په درآمدات كښې د آسانيو په باوري كولو اتفاق وكړو۔ د ايران د كركيلې وزارت به د اعلی كچې يو پلاوې په راروانو دوو اوونيو كښې پاكستان ته راولېږي دغسې چې ايران ته د پاكستان جوارو برآمد كولو ته حتمي شكل وركړے شي۔ جام کمال خان د پاکستانو وريژو او غوښې درآمدات په زياتولو هم د ايراني فريق مننه وكړه۔ ایران د پاکستان سیډ کونسلز سره تخمونو ته د ودې وركولو او د رنځونو په ضد د مزاحمت كوؤنكو قسمونو پېداوار له د جوائنټ سټډي پېل كولو كښې ژوره خوښي ښكاره كړه چې مقصد يۍ په دواړو هېوادونو كښې د غذائي تحفظ او زرعي اختراع څانګې لا مضبوطول دي










