وزيراعظم شهباز شريف او ولي عهد شهزاد بن سلمان ستراتيجيكي دوه اړخيزه دفاعي لوظنامه لاس ليك كړه

ریاض۔18ستمبر (اے پی پی)پاکستان او سعودي عربستان د دفاعي همکارۍ د پياوړتيا او د هر ډول جارحيت په ضد د ګډې دفاع او ساتنې د ټینګښت لپاره ستراتیژیکي دوه اړخه دفاعي لوظنامه لاسلیک کړې ده۔ له دغې لوظنامې سره سم که دواړو هېوادونو كښې كه د هر يو په ضد جارحيت وشي دا به د دواړو په ضد جارحيت ګڼل کېږي۔ د شورو په ورځ وزیراعظم شهباز شريف او د …

ریاض۔18ستمبر (اے پی پی)پاکستان او سعودي عربستان د دفاعي همکارۍ د پياوړتيا او د هر ډول جارحيت په ضد د ګډې دفاع او ساتنې د ټینګښت لپاره ستراتیژیکي دوه اړخه دفاعي لوظنامه لاسلیک کړې ده۔ له دغې لوظنامې سره سم که دواړو هېوادونو كښې كه د هر يو په ضد جارحيت وشي دا به د دواړو په ضد جارحيت ګڼل کېږي۔ د شورو په ورځ وزیراعظم شهباز شريف او د سعودي ولي عهد او وزیراعظم شهزاده بن سلمان دا ستراتیژیکي دوه اړخيزه دفاعي لوظنامه لاسليک کړه۔ د وزیراعظم د دفتر د رسنیو څانګې له خوا د وزیراعظم شهباز شريف د سعودي دورې په اړه خپره شوې اعلاميه کښې ویل شوي چې د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ “ستراتيژیکي دوه اړخيزه دفاعي لوظنامه (SMDA) د دواړو هېوادونو د خپلمنځي امنيت د پیاوړتیا او په سیمه او نړۍ کښې د امن د ټینګښت لپاره د ګډ عزم څرګندونه ده۔ په لوظنامه كښې وئيلې شوي دي چې په دواړو كښې د كوم هم هېواد په ضد جارحيت به د دواړو په ضد جارحيت ګڼلے شي۔ د اعلاميې له مخې د سعودي عربستان ولي عهد او وزيراعظم شهزاده بن سلمان بن عبد العزيز آل سعود په بلنه وزيراعظم شهباز شريف په 17 ستمبر د سعودي عربستان دوره وكړه۔ ولی عهد او وزیرِاعظم شهزادہ بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود د رياض په اليمامه پيلس كښې د وزيراعظم هركلے وكړو۔ دواړو لارښودو د پاكستان او سعودي عربستان د پلاويو په موجودګۍ كښې د مذاكراتو باضابطه سېشن وكړو۔ دواړو اړخونو د دواړو هېوادونو ترمينځه د تاريخي او ستراتيجيكي اړيكو او شريكې خوښې يو شمېر موضوعاتو جاج واغست او د خيالاتو څرګندونه يۍ وكړه۔ د اعلاميې له مخې د سعودي عربستان او پاكستان ترمينځه ستراتيجيكي دفاعي لوظنامه (SMDA) لاس ليك شوه كومه چې د دواړو هېوادونو د خپلمنځي امنيت د پیاوړتیا او په سیمه او نړۍ کښې د امن د ټینګښت لپاره د ګډ عزم څرګندونه ده.په لوظنامه كښې وئيلې شوي چې په دواړو هېوادونو كښې د كوم هم هېواد په ضد جارحيت به د دواړو په ضد جارحيت ګڼلے شي۔ وزیرِ اعظم شهباز شریف خادم الحرمین شریفین، شاہ سلمان بن عبدالعزیز آل سعود، ولی عهد و وزیرِ اعظم سعودی عرب شهزادہ بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود او د سعودي عربستان ورور اولس ترقۍ او سوكالۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم شهباز شريف ته شاهي پروټوكول سره هركلے ووئيلے شو۔ په دې موقعه وزيراعظم ته د سعودي عربستان وسله والو ځواكونو ګارډ آف آنر وړاندے كړو۔ وروستو د وزيراعظم شهباز شريف او ولي عهد ترمينځه د مذاكارتو سېشن وشو په كوم كښې چې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ٬ د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منېر ٬ د دفاع وزير خواجه آصف ٬ د خزانې وزير اورنګزېب ٬ د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك ٬ د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمي هم موجود ؤ۔